خبرشوچې دافغانستان په ځينوښارونوکی هم د« مطبوعاتونړۍ واله » ورځ ونمانځل شوه. دانمانځنه ددې لپاره نه وه چې ګنې دافغانستان غؤڅ اکثریت دمطبوعاتواوژورنالیزم په ارزښت پوهیږي اوځينوته خوعکسونه ، شعرونه ، سندرې ، فلمونه اوډرامې هم غټی ګناوې دي خوداچې دداسې ذهنیت سره سره دې دمطبوعاتوقدروشي ، پرته له یوسیاسي تیاتر(اوهغه هم په خپل ځانګړي ډؤل ) نورڅه پيغام
لرلې شي ؟ هو، ځینې ساده خلک تېرؤځي اوفکرکوي چې ګنې په دې هیوادکی ځینوشیانوته درناوې کیږي خوکېدای شي هغولادې ته پام نه وي کړې چې په افغانستان کی (درناوې ) او(سپکاوې) هم په ځانګړوتهلواوکاڼوپيمانه کيږي . ددې هيوادپه طبیعي ښکلاکی هیڅ کمې نشته خوله بده بخته مصنوعي بدرنګ پکی دومره ډېرشؤي دي چې ددغه ښکلي هیوادښائيسته طبیعت یې هم بدرنګ کړېدې .
افغانستان دنړۍ هغه یواځینې ګړوازهیواددې چې هیڅ شې پکی دمغزو، فکراوعلم په مهارت ، پایلې اوځواک نه چلیږي بلکی هرڅه پکی په ناڅاپي ، شفاهي اومیخانیکي توګه رامنځته کیږي اولمنځه ځي . په دغه هیوادکی له دېرشوکالوراهیسې همداحال دې ، هلته نه ملحدان وچلېدل ، نه سوچه مسلمانان وچلېدل اونه سوچه کافران وچلېدل خومنافقان تریوه کچه پکی چلیږي اوترڅوچې ښه رسواشوي نه وي نوښه بساندوخت هم لري چې پروخت دځان غم وخوري . دداسې خلکوله لاسه نه یواځې افغاني ټولنه ساه نشي اخیستلای ، دهیوادپولې نشي ډاډمنې کېدلای ، قانون نشي پلې کېدلای اوپرمختګ په ټپه دریږي نودقلم ، کاغذاوخولې یوخوارینجې ژورنالیست به څنګه خپله دنده پرمخ بوځي ؟ که لږیې نورهم په ډاګه ووایونود (۴۰ ) هیوادونوګؤتې پرماشولښکرو ، کورنیو دولتي پردیپال ګؤتې پرماشولښکرو، ددوی دخپلسرواربکیانو، دطالبانواوالقائده په نوم مختلفوځانمرګواوبل مرګو ډلوترمنځ به یوایسارشؤې افغان ژورنالیست په رپېدلولاسونوکوم الف نېغ ولیکلای شي اویابه یې له خولې دچرګ هومره ټغ وخېژي ؟ که تاسوهریوپه داسې غؤيمنډکی دمایکروفون پرځای دماشینګڼې میل ته خوله ونیسۍ ،( أبۍ ) ته به (دادا) ونه وایاست ؟ بې له شکه چې تردې به موحال لازیات بدتروي . أفرین دې وي پرهغوژورنالیستانوچې بیاهم په داسې « ملک ی ناپرسان » کی دجګړه ایزګونډېمال له لاندی تاسوته دافغان په خاوره دتېرېدونکواوراتلونکوظلمونو، جنایتونو، فسادونواوبې انصافیوخبردرکوي ، تاسودحق اوباطل په هکله قضاوت ته رابولي ، ستاسونسلونه له غفلت اوبې لارېتوب څخه ساتي اود سولې ، انصاف اوکارلوري ته یې تشویقوي . مونږنه وایوچې دټوپک ، راکټ اوټانک خاوندان ګنې پوهه نه لري اوزمونږخبرې نشي درک کولای ، بې له شکه چې ددې وژونکواسلحوتولیدوونکي دلؤړوزده کړواوعلم څښتنان دي خومونږورته وایوچې کاش تاسوټولو ټوپکوالوپه ځينوحقیقتونوسترګې نه پټؤلای ، کاش چې هرڅه مودماشینګڼودمیلونودغؤټیوسره نه په نښه کؤلای ، کاش دنوروبې وسلوانسانانودکلونوکلونوخواري مودیوې ماشې په راښکلونه ارزؤلې ، کاش تاسوهم لکه یوخپلواک ژورنالیست لږتحلیل درلودلای ، کاش چې دخپلوبدوڅلورمه برخه مو(ښو) ته وقف کړې وې خوچې داسې طمع درڅخه نشي کېدې اوپه لوی لاس موهرښار(ناپرسان ) کړې وي نوبیا خوهغه ژورنالیستان هم ملامت نه دي چې دمایکروفون پرځای موخولوته دماشینګړې میل ونیسي اودغږپرځای ډزې ثبت کړي . که ددې خوارینجوژورنالیستانومسلکي راګ اوترنم ورسره نه وي ، ستاسوچنګښي ټر- ټرته به څوک غؤږونیسي ؟ خېر، عیان ته څه بیان ، تاسوټوپکوال نوڅوک نه پېژني خوخبره دبېچاروافغان ژورنالیستانودژؤندده چې تاسوته له یوې مرمۍ څخه زیات ارزښت نه لري . مونږبه یې داځل بیادریاده کړوچې که چېرې له ډزډووزنه وزګارشؤۍ نوپه یوشي سره ټول ټوپکوال تړون وکړۍ چې که دکوم ژورنالیست په جېب کی مودطالبانواجازه لیک ومونده نودابې وسلې خبریال به ګوانتانموته نه رسوۍ اودغه رازکه دطالبانوپه سیمه کی مودکوم خبریال په جېب کی ددولت کارت ومونده نوسم له واره به یې نه حلالوۍ ځکه چې خبریال خواربه ددواړواویادرېواړوله خوا مجبوروي چې ستاسوناچله اجازه نامې اوکارتونه وګرځؤي . بس یواځې همدازارۍ تاسوته کوو، خدای ته یې نه کوو، چې دژورنالیستانوازادۍ ته پام وکړۍ نوردرڅخه هیڅ طمع نه شته.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر