په یوځای کی ناست وم همداسی بحث شونویودوست تاریخ راونیوچې دې ته موماتی ورکړه ، هغه ته موماتی ورکړه ، بیاپسې دغیرت ، تورې اوشملې خبرې راغلې ، داهم یواځې دپښتنوپه حساب کی جمع شؤل اواخوادیخواډېرې قیصې وشوې اوبیاخبره په کلکه مسلمانۍ راوڅرخېده نوزړه می ورته تنګ شواومداخله می پکی وکړه . چاچې تاریخي خبری کؤلی ، په منځ کی به یې یونیم حماسي شعرهم ورواچاوه نوماته ترټولوتعلیم یافته ښکاره شونومی ورته ووئيل چې محترمه داټولی خبری چې تاوکړې دادپښتون قام یونه انکارېدونکی صفت دې اودرسره منم یې خوتاسوپه هغووړتیاو، سیالیواوویاړونورڼاوانه چوله کوم چې له جګړه مارۍ څخه ډېرمهم ، حیاتي اودسړیتوب معیارونه دي . نوهغه بیاهم په دومره پوهې نه وخبرچې دانورنوڅنګه مهم اوکوم دي. بس ماورته لنډه کړه اوپوښتنه می تری وکړه چې څومره پښتانه به تعلمیافته وي ؟ څومره پښتانه به دتعلیم اومسلک په ارزښت پوهیږي ؟ ایادپښتنودتعلیمیافته ښځوشمېربه زیات وي که دنوروسیالوقومونودښځو؟ ایاداغیرت دې چې نجونې بایدپه کورکی بندی وي اومکتب بایدونه وایي ؟ ایاداننګ اوغېرت دې چې خپله خوراولورپه پيسوخرڅه کړي اویوچاته یې مجبوره کړي ؟ ایاداایمان دې چې په غارونوکی توبرکلوز، هیپيټایټس ، جنسي امراضواودپوستکي امراضونیولي وي خوډاکټرته یې نه بیایي ؟ په مېږوپسې ځوانه نجلۍ روانه وي ، داښائست اوسم ژؤندوي، هیڅوک پری اعتراض نه لري مګرکه نجلۍ په پاکومنظموکالیوکی ښؤنځۍ ته ځي نوبیاکفردې ، ایاپښتانه حقوقوپېژني ؟ قانون پېژني ؟
ایایوڅوک بایدداسپينې خبرې ونه کړي ؟ ترڅوبه ځانونه غؤلوو؟ ترڅودخپلوځانونوصفتونه پخپله کوو؟ ترڅوبه دبل لپاره ځانونه وژنو؟ ایاپښتانه فکرکؤلای شي ؟ ایاښه اوبدسره بېلؤلای شي ؟ ایاپه قران کی لیکلي دي چې جاهلان به جنت ته ځي ؟ ایاخدای تعالی به بی علمه اوجاهلان خوښ کړي ؟
نوکه دې ټولوپوښتنوته ځواب ( نه ) وي نوبیاپښتانه څه صفت لري ؟ څه ذهنیت لري ؟ اوڅه هیله تری کېدای شي ؟
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر