2010، 15، جون، سه شنبه
اوس چې داولسي جرګې (؟) انتخابات کېدونکي دي ،
ګوډاګي رژيم په افغانستان کی په رسنیواوژونالیستانوبندېزولګاوه چې په هیڅ کاندیدپسې به تبلیغ نه کوي . هره رسنۍ چې دټوپکوالو،غلو، اوزورواکوداستازواوکاندیدانوپرضدیولغت هم ووایي ، پنځه لکه افغانۍ به جریمه شي یعنې جنایتکارانوته رسمي ضمینه مساعدیږي چې بې اعتراضه اود زوراوزرپه مټ بیادپارلمان په څوکیواوودانۍ قبضه وکړي اولکه ناصوررنځ بې درملنې دافغان اولس په وجودکی خپورپاتی شي . که په هیوادمئين ژورنالیستان دافغانستان په دننه کی دګوډاګي رژیم د قیوداتوپه وجهه دجنایتکارانواومجرمینوپه هکله ښکاره لیکنې نشي کؤلای نوخپل نظریات بایدپه بهرکی ازادورسنیوته واستوي اوخپل مسؤلیت سرته ورسوي . مونږلکه دپخواپه څېر نه یواځې ددارنګه قیوداتوپروانه لرواواهمیت نه ورکووبلکه په کلکه یې غندوو. مونږپوهیږوچې دیوه ګوډاګي رژیم څخه یواځې دنامشروع امرونوتوقوع کېدای شي اوبس .
مونږته هغه څوک هم لوی جنایتکارښکاري چې جنایتکارانوته وټ ورکوي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر