تاسوښه پوهېږۍ چې پچې څه ته وايي اوڅه شې پچې اچوي خوکه بیاهم دچاسرپری نه خلاصیږي نودومره به یې وریاده کړم چې په حیواناتوکیی داسې ډله ده چې دخوشیاتوپه ځای پچې اچوي لکه سؤۍ یا بیزه (ووزه ). په ماهیت کی وړه یوشې دي، څه توپيرنه لري خوپچې په سیاست کی رسمي ځای نیؤلې اوښکاره اچؤل کیږي خوخوشیان لاتراوسه پټ ساتل کیږي . داچې ولې پچې دافغانستان سیاسي کلتوراودادبیاتوبرخه شوي دي ،هیڅوک پری نیوکې نه کوي اوان دمعتبروخبري رسنیواووېبپاڼوڅخه هم په ښه فصاحت اورنګ اورېدل کیږي اولیدل کیږي ، ددې لیکنې لکۍ په شااړوي اولؤستونکي یې اصلي سرچینې ته متوجه کوي . کېدای شي په پخوازمانوکی به ددؤوشپنوترمنځ په کومه دښته کی د څه کاردپاره په ګمارنه دپچوپه لوبه ترسره شؤي وي خوله هغه راوروسته داسې کوم ماهراوفکرمنددافغانستان په ټاکنیزوچارواوادبي زده کړوکی نه دې پيداشوې چې دې نوم اوددې څيزاصلیت ته پام وکړي اوپه دې پرمختللې نړۍ کی دوخت اووسیلوبرابرنؤښت اویابدلون رامنځته کړي . زه فکرنه کوم چې دافغانستان دکوم پاچاپه دربارکی دې دټاکنولپاره دپچوډکه ټوکرۍ ایښي وي اوهرسړې دې ترې پچه اخلي اودخپل زړه کاندیدصندوق ته دې اچوي اوبیادې دټاکنوڅارګردهرصندوق پچې شمېرلې وي . له معنوي پلوه که څه هم برابره اصطلاح نه ده اودخلکودرایوبې عزتي ده خوکه سړې دافغانستان ټاکنواورایې ورکؤنوته له هرې زاویې پام وکړي نورښتیاچې پرته دپچودارزښته نورقیمت ادرونوالې هم نه لري اوهغه متل دلته صدق کوي چې وایي : څنګه چې تيږه وي ، هغسې یې کربوړې هم وي . دافغانستان سیاستوال اوسیاست بې له دې اصطلاح هم دپچواوخوشیانوپه څېرسپک اوناولي دي نوسمه ادبي اومهذبه اصطلاح کارؤل به ورته بې انصافي هم وي . تېرواوروانوټاکنوته چې هربدنوم اېښودل کیږي ، مونږپری چرت نه وهووځکه چې په ماهیت اوانتهاکی هماغسې دي اودافطري خبره ده چې دیولوچک نظام سره به لوچک ادبیات کارول کیږي خوزمونږسره په راتلونکي نظام اونسل کی داصلاح ، رغون اوترویج اندېښنه ده چې خدای مکړه داپه پچوولاړټاکنیزرواج هغوی ته هم ونه لېږدؤل شي اوکه کله خدای په افغان وولس مهربانه شي ، اوپه افغان وولس کی پوهه اواګاهي راپيداشي ،عادل اومنصف مشران، استازي اوچارواکي یې په نصیب شي نوبې له شکه چې په هغه وخت کی به درنواومحترموشخصیتونوته دداسې سپکواصطلاحګانوکارؤل لوی شرم وي
په دې لړکی می دازادۍ راډيودپښتووېبپاڼې څخه لاندی خبرراکاپي کړځکه چې همدغه خبرزماپام دپچولوري ته وګرځاوه اوهېښ شوم چې ددومره معتبرورسنیوادبي تجربې څومره کره دي اودوی دویونوپه غؤره کؤلوکی څومره باک کوي
ازادي رادیووېبپاڼه : ولسي جرګې ته د كانديدانو د نومونو لست د پچې اچونې له مخې جوړشو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون، د رايې وركونې په پاڼوكې د ولسي جرګې د كانديدانو د نومونو ليكلو لپاره پچه اچونه وكړه. د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون رئيس د دوشنبې په ورځ په كابل كې وويل، چې دا پچه اچونه د انتخاباتو د قانون او د شفافو او عدلانه انتخاباتو لپاره كېږي
زماپوښتنه : آيا پچې ، قانون اوشفافیت (روڼوالې ) سره جوړیږي ؟
ازادي رادیووېبپاڼه : په افغانستان كې د رڼو او عادلانه انتخاباتو د هڅو په لړ كې، د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د رايي وركونې په پاڼوكې د ولسي جرګې د كانديدانو د نومونو د تثبيت لپاره پچه اچونه پيل كړه
زما پوښتنه : ایادرایې ورکؤنې په پاڼوکی پچې اچؤل ښه کاردې ؟
ازادي رادیووېبپاڼه : دا بهير د دوشنبې په ورځ په كابل كې د ملي او نړېوالو څارونكو، مدني ټولنواو رسنيو په وړاندې پيل شو
زما پوښتنه : ددومره خلکوپه مخ کی پچې اچؤل شرم نه دې ؟
ازادي رادیووېبپاڼه : په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه كې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي وويل، هركانديد غوښتل چې نوم يې په لومړۍ پاڼه كې راشي خو تر ټولو ښه لار چې د كانديدانو نومونه په پاڼو كې تثبيت شي پچه اچونه ده
زما پوښتنه : اوس پچې اچؤنه اجبا ري هم ده ؟
که دټاکنووروسته داسې خبرلیکي چې په جموع کی دومره نارینه وټرانوپچې اچؤلي دي نوبیابه ښځينه وټرانوته کومه اصطلاح کاروي ؟
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر