چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۹ تیر ۵, شنبه

نن دمخدره موادودقاچاقبرانوورځ ده

نن په کابل کی دنشه یي توکوپرخلاف دمبارزې دورځې په ځلولویوه غونډه جوړه شؤې وه چې ښاغلي کرزي ورته ډېرې أوتې باوتې ووئيلې اوپه دې جمله یې پای ته ورسولې چې افغانان په تېرودېرشوکالوکی دداسې ډېروجنایتکارانودلاسه زورېدلې خوویې بخښۍ (بلادرپسش). دې سترګکووپه خپل ناولي دورکی انصاف ، قضاوت اوقانونیت همداسې په (بلادرپسش) سبوتاژکړېدې ځکه چې دده غوندی بې کفایته خوخاینې بلاګانې دمخدره توکودمافیایي ډلواوقاچاقبرانوترشا ولاړې دي اومخدره توکودکورني تجارت اوکورني سیاست حیثیت غؤره کړېدې . ترټولودشرم اودلاړوورتوکلوخبره خوداده چې دکوکناروکښت ، دمخدره موادوتولید اوقاچاق دطالبانودرژيم له نسکورېدواو په افغانستان باندی دامریکاپه مشرۍ د۴۰ هیوادونودیرغل سره پېل شؤل اودادې افغانستان دنړۍ ۹۵ فیصده مخدره موادتولیدوي اونوروهیوادونوته یې لېږدوي . بهرنیوفوځي ځواکونوپه لروپرتوکلیواوبانډوکی دبې وجدانوجاسوسانوپه ناولوخولوبې ګناه کورنۍ شهیدانې کړې مګریوبې وجدانه جاسوس دکوم قاچاقبرخبرورنه کړچې حمله پری وکړي اویوکلې یې له شره خلاص کړي . ایاپه دې خارجي عسکرواوخارجي اتباعوکی دمخدره موادوقاچاقبران نه وو؟ داکارخویوعادي قاچاچاقبرنشي کؤلای ترڅوچې نړۍ وال مافیایي سازمانونه اووسله والې ډلې ورسره مرستې ونه کړي، شراکت ونه کړي اواسانتیاوې ورته برابرې نه کړي . داستاذرباني په انارشیزم کی به اپين اوچرس داریاناپه الوتکوکی پاکیستان ، دوبۍ اونوروځایونوته وړل کېدل خواوس یې کاروبارپه موډرنه اونړۍ واله کچه کیږي اوهیڅوک جرأت نه لري چې په دې هکله څېړنې وکړي . دکرزي دمافیایي ، غل ، قابض ، فاسداورشؤتخوررژيم له کبله دافغانستان ټول امورپه مافیایي سیستم چلیږي اوداصلاح کوښښ یې څوک نه کوي اونه دچاسره جرأت اوځواک شته چې دمسلحودولتي جنایتکارانومخه ونیسي نوځکه دمافیادپلاراؤتوباوتوته عادي افغانان خړې خړې اړوي ، دخپلومیلونو په نشه یي توکومعتاد ورونواوبچوسره چې په کوڅواوډېرانونوکی تورمخ ، خانګې خانګې پراته دي بله چاره نه لري پرته له دې چې ووایي (زمونږبلادی هم ورپسې وي ). ددې سره دجنایتکارانوپه تلوېزیونوکی دپردوپرمخ ورته اجیرومذهبي مبلیغینولکه دجاپاني بیزوګانومخونه نیولي وي اومبارک ایاتونه اوحدیثونه د هغه چاپه ګټه وایي چې نه پاک خلک دي ، مشروع دي ، نه رحم اووجدان لري ، نه هیواداوافغان ملت ته وفاداردي ، نه کومه کاري وړتیالري اونه ټولنیزاخلاق اوتهذیب لري . بس دلعنتونوپه وئيلواوغاښ چیچلوبه مونږداورځ هم ولمانځوبله چاره خومونږهم نه لروو

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟