چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۸ شهریور ۲۸, شنبه

هېګې(هېږې) له خروغواړي چې افغانان ورته په لغتوووهي

‏2009‏، 19‏، سپټمبر‏، شنبه
له آمونه پورې غاړې ته روسي خرسان دې بلې غاړې ته په اوبوپرېؤتو ایله خروته داسې ښۍ چې ګنې دوی هم دسیندپه غاړه اوبه څښي . کله چې په اوبوپرېؤځي نوددې غاړې خره وتريږي اودسیندله غاړې په یوه شاتګۍ ، څولغتواورسره دووړواوبادغؤرځؤنوبېرته اوبوته وروګرځي اوبیاشونډکونه دسیندپه اوبوکی ډوب کړي اوچې په اوبوماړه شي نوخپل کوناټي دسیندپورې غاړې خرسوونو ته ورواړوي اودهڼارواوسووټوسره په دووړواوګردونوکی ورغړي اوبیا دیوبل په کوناټوله دنګلووروسته دافغانستان د سپېرودښتوپه کندوورپناشي . دروسیې خرسونه دخرو( کو- ناټو) ته ډېر « خره – شو، خره – شو » ووایي خو خره یې د خپل هڼاراوخرشنایي په ځؤګ کی نه اوري اونه شابېرته ګوري چې ګنې له سیندپورې هیګې یې نه داړي بلکه داځل په مینه اومننه دخروپه کوناټوپسې تلل غواړي ، خوآيادادهېګواودخرود (کو- ناټو) تړوون به هم کله وشي ؟ هېګې فکرکوي چې ګنې په « خره – شو، خره – شو » وئيلوبه خره پری وغؤلیږي اودخرومنځ ته به ورګډ شي اوهغوی به پری ددوستانوګومان وکړي خوهېګوته به هله پته ولګي چې خره یې دیوې آفغاني دښتې په کومه کنده کی په څټ غاښوونه ورولګوي اوخپله مینه وروښيي . که فرض کړه داکاروشي نودخرواوهېګومینه به دافغاني مېږوسره دخرودکرکې سبب وګرزي اومېږې په لغتوووهي اودهیګوزړونه به پری یخ کړي ؟ دوی که داځل په افغانستان کی دآمریکایي خرومینه ولیدله په هغوتېروکرکجنوافغاني شېبوبه شکروکاږي چې له کبله یې په روغو کوناټو له آمو پورېؤتل . افغانان پکی هسې هم چرت نه وهي ، پرېږدۍ چې ناټودروسي خرسانو د(کو- ناټو) مزه هم وګوري!

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟