چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه

لاسونه دواړه ورته غؤړکړه

بیادډانګوغرب ته اتڼ کوه لالیه


تاوېل تباه شومه ډېرغټ دی

دلیلاغم ته به ځان څنګه ټينګوومه

آهونه مه کؤه لږټينګ شه

مینه سړې له ګړنګونوغؤرځوینه


که خدای کؤل سبایې رېبم

مایې په بېخ کی الوګان لیدلي دینه

ولاکه بیایې رانه ښخ کړی

دزهروبوټی دی راشین به شي مئينه


په بېخ کی سهره ورله ورکړه

دکټ دپښې په څېربادرنګ واخله مئينه


څومره به سوراوسپین وي خدایه

زمازړګی یې ددیدن ارمان کؤينه

لږیې په پټه راښکاره کړه

داستادمخ دیدن ته تږی یم مئينه

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

أویۀ قربان

أویۀ قربان
 
کوکناروکره چی وروڼه دخمارشي
اغزي وکره چی پښوکی ورته خارشي

له خندابه پختورګي درته شنه کړي
پوډري چی خپل پرتوګ ته راپه قارشي

په هیوادکی داکارونه ننګیالي کړي
یادبل ککرۍ وخوري یاپه دارشي

ښه ټوپک اوتوره نښې دغیرت دي
بی له دې به نونورڅه درته پکارشي

بله داچی ډالروګټه بی شماره
بی ډالرونن سبا کله روزګارشي

چی سبا بېګاه ډوډۍ یې کورکی نه وي
جنازه یې هم څوک نه کړي چی مردارشي

أسره مه کوه رسارسا یې وله
چی یومري بل پسی سمدستي افګارشي

کندی وکینه کوڅوکی ښې ژؤرې
چی واړه زاړه له لبه ورغوزارشي

چی په مخکی دڅوک آه کولې نشي
ښایسته ښځې ، زوراوزربه درنه جارشي


له اپلتوڅخه مننه که زما شعریې خپورکړ



۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه

وې غ ... دام ولؤلئ !


په دې برخه کی افغانان ، پنجابیان، عربان ، انګلیسان اوروسان ټول یورنګ دي ، غوسه به یوته وي اوسپکوي به بل څوک خوځينې قامونه داسی هم شته چی چاته غوسه وي نوکنځلی هم هماغه کس ته کوي اودکورنۍ غړي یې پکی نه رانغاړي . دبېلګی په توګه پنجابیان که چاته غوسه شي نووایي : « رنډي کی بچی » یانی دبدکاری ځویه یا وایي «کوتی کی بچی» یانی دسپي ځویه .عربان وایي : « أنیکه عارک » یانی ستاښځه ... یا «أنیکه اوختک» یانی ستاخور... انګرېزان وایي : «سن آف أ بیچ» یانی دفاحشې ځویه یا «مادرفکر» یانی مور .... روسان چی چاته غوسه شي داسی کنځلی کوي : « یوب تؤیوماڅ» یانی موردې .... نوربه هم داسی قومونه وي چی داسی مشترکات به لري خوپه جرمني ژبه کی بیا ددرېمګړي سپکاوې ډېرنه ليدل کیږي اونه ورځنې چلښت لري . په جرمني ژبه کی دخورموراوښځې کنځا نشته اوزیاترهغه کس ته نېغ سپکاوې کوي چی ورباندی غوسه وي . ددوی په کنځلوکی تشبیهات وي اوترټولوزیاته کارېدنه د «رینډ في» یانی غؤيي اویا «شواین» یانی خووګ وي . په ټولیزه توګه دافغانستان په ټولوقامو نوکی ورته کنځلی ډېری دي خوزه به دبېلګی په توګه د تاجکو اوپښتنوکنځلی راواخلم . په دواړوقامونوکی دکنځلولپاره تشبیهات کارؤل کیږي لکه خر، سپې ، غوایي ، خرس، چرګ ، ګيدړ، موږک ، موشخورما ، زاغ ، مولاچرګک ، تغاره ، کاسه ، شکرۍ ، جوال ، بوجۍ ،غایته مواد ، متیازی ، غوشیان اوداسی نور. داشیان مخامخ سړي ته مخاطب وي اوچی ټول یادشي بیاپسی کورنۍ اوقام ته ورسیږي ، په ترتیب سره مور، پلار، لور، خور، طایفه ، کنخه ، ذات اوآن ترمړي ، کفن اوقبرپوری ورسیږي . دافغانانوپه کنځلوکی دتشبیهاتوترڅنګ صفتونه هم کارول کیږي لکه تور، سیاه ، مرده ګاو، بې ننګه ، بی غېرته ، دووس ا وبې ناموس . دافغانانوپه کنځلوکی پېغورونه هم شته لکه چاته ګډبه ، نداف ، نایي، جولا، جټ ، رقاصه اوډم وئيل. ځینی افغانان چی سره په کنځلوکی ونخلي نویوله بله مخکی کېدل غواړي اوهرومرودمقابل لوري ځواب ورکوي . دبېلګی په توګه که څوک چاته ووایي چی غوایي یې نودهغه بل ځواب به داوي چی ورته ووایي خریې . داچی افغانان یوبل ته ځان نه پړکوي نودکنځلوسلسله یې هم اوږدېږي . دارښتیا اوږدبحث اوژؤره څېړنه غواړي چی افغانان ولی دومره زېلي، دومره کم زغمه اوپه کنځلوکی بډای دي . که څه هم کنځلی دافغانانودکلتور، أدب ، تهذیب اواخلاقوبرخه نه ده اوکنځلمارته هم په سپکه سترګه کتل کیږي خوسره له دې دافغانانوپه افهام اوتفهیم کی ځای لري اوآن تردی چی کله یې څرک په أدب کی هم ولګي . دځينوشاعرانوپه شعرونوکی یې بېلګی هم شته اوپه ځينوخلکوکی خوځينی سپکی ( ګړبڼی ) هډوبده اغېزه نه کوي لکه ځینی چی په هره خبره کی وایي «وې غ...».


۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه

ټوکه


وایي یوه جینۍ دبس په تمځای کی ولاړه وه اوپه غاړه یې یولاکت وچی یوه وړه الوتکه ورته ځنګېده . هلته ورسره یوځوان هم ولاړوچی رډ رډ یې دجینۍ لاکت ته کتل . بلاخره جینۍ ناکراره شؤه اوهغه ځوان ته یې ووئيل : دې الوتکی دې نظرجلب کړې ؟
ځوان په ځواب کی ورته ووئيل : نه ، دالوتکی هوایي ډګرمی نظرجلب کړې 

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

ایا خرجلالت مأب نه دې ؟


همداوس می د بي بي سي په پښتووېبپاڼه کی ولؤستل چی دعراق په کردستان کی دخرودګؤندلخوادخره یوه مجسمه جوړه شؤې ده اوله خپل حکومت څخه یې غوښتي دي چی د(خره هڼار) په نوم ورته رادیویي خپرؤنه هم جوړه کړي . دخرې اوخره سره مینه ، ددوی په نوم سیاست اودخرې اوخره څخه کرکه اونفرت شته . دنړۍ مشهورودیموکراتانوپه امریکاکی دخپل ګؤندانتخاباتي نښان خرټاکلې ، په هنداوپاکستان کی ورسره دودونوخبرونه هم خپاره شؤي دي ، په ایران کی یې دملانصرالدین سره په کامیډي کی هم برخه اخیستی، دعراق اوافغانستان په جګړوکی یې مهمه ونډه درلوده اودادې دکردستان څخه هم دسیاسي خروهڼارراپورته شو. وایي انسانان هم ناطق حیوانات دي اوهم اشرف المخلوقات دې خودیؤيشتمې پېړۍ خره په ډاګه کوي چی انسان یواځی اشرف المخلوقات نه دی بلکه ورو، وروخره هم دا شرف ترلاسه کوي . رښتیا چی خره ترهرچالوی سیاستګردي ، انسانان په مدرسو، پوهنتونونو، ډکوکتابخانواوپه خروارونوپيسودومره مینه اوشهرت نشی ترلاسه کؤلای لکه خرچی په خپل هڼارترلاسه کړې دی . خرنه یواځی دسیاست وړتیا لري بلکی دملا کلک زورهم لري نوکه څوک یې نارینتوب نه مني ، نه دې مني .
افغانستان یوداسی هیواددې چی هلته دخرې سره دمینې ډېرې بېلګی پيداکیږي اوماته به سخته وي چی دلته یې په هکله څه ولیکم نوځکه به له دې پاړکي نه بل ته ودانګم اوپه ټولیزه توګه به دخراوخرې له نوم څخه دکرکی په هکله یوڅه ولیکم . دخرې سره مینه خوهسې هم سرچپه فکردې خوپه افغانستان کی مینه هډوجائزعمل نه کڼل کیږي . هلته دمینې واله په هدیروکی پراته دي اوخواخوږي ورته ژاړي خوپه دغه هیوادکی دکرکی سره له هرڅه زیاته مینه وي . که چا بل چاته خرووایه نوسربه پری مات کي . زه دکردانوپه دې پالیسۍ نپوهېږم چی ځانونه له عربوبېلوي که څه ؟ عرب هم له خره نه کرکه لري اوکه کوم عرب ته چاغږکړچی (یاحمار) سربه پری مات کړي . دعربوخبره به په دې لنډه کړووچی ځه عرب خوپرته له مرګه نوردهرڅه سره اختلاف لري خووایه هندوانوته ؛ ددوی خدایان فیل ، غوا، شادي اوماردي اوبې أدبي معاف ، دنرتناسلي الې ته هم خپل خالق وایي مګرکه کوم هندووته سړې ووایي چی دغواځو، هیڅ یې بدنه ګڼي اولکه ایزک به مخ درواړوي اوپه مینه به ووايي (ها، یې هماری ما هی) خوکه چاورته ووئيل چی (ګدې کی بچی) نوپه دې بیا غوسه ورځي خومنطق دادې چی آیا له شادو، ماراوذکرڅخه به خرښه نه وي چی دهغوی په ګړدود، (پوجا) یې وکړي ؟. داهم دسړي په دماغ کی راوګرځي چی په امریکااواروپا کی خلک دسپيوسره څومره مینه کوي اوترټولوښکلې جینۍ به وینې چی سپې به یې په غېږکی نیولې وي . کله چی سړې داوویني نودځان سره ووایي کاش دغه سپې زه وای خوکه بیاورته څوک په ټوکه کی هم سپې ووایي ، بدپری لګیږي اوکیدای شي داخ اوډب سبب هم وګرځي . په اروپا اوامریکاکی خلک په سپيومئینان دي اوله ځانونویې کم نه ګڼي خوپه چین اوویتنام کی یې خلک قاتیلان دي . ددومره ژؤرې مینې سره سره بیاهم کوم امریکایي اویا کوم اروپایي خپل غږپورته نه کړچی ووایي چی چینایان اوویتنامیان دې نورداتروراوقتل بندکړي اونه تراوسه کوم ګؤنداونښان دسپیوپه نوم رامنځته شؤې دې خودخرونښانونه اوګؤندونه رامنځته کیږي . خروخودومره بریالیتوب ترلاسه کړې دی چی نن ورسره مینه شته ، شهرت لري ، ګؤندونه یې په نوم جوړیږي ، دعزت نوم یې ګټلې نوایا دنړۍ په کوم هیوادکی به یې په نوم کله کومه مذهبي عقیده راپيدانشي اوداسی وخت به رانشي چی چاته سړې دخربچې وایي اوهغه یې په ځواب کی مننه کوي؟
آیادافغانستان ټوپکوال سیاستګردومره مینه وال اوپلویان لرلای شي لکه خرو چی په امریکا اوکردستان کی پيداکړي دي ؟

POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟