پروون په کابل کی دامریکا دمتحدوایالتونوددفاع وزیرکرزي ته ووئيل چې مونږافغانستان ته نورسرتیري ځکه واستؤل چې ستاسودوښمنان نابودکړوو. نپوهیږووچې دې دکرزي دوښمنان یادوي که دافغان اولس اوکه خپل خوخبره په دې کی ده چې ددرېواړودوښمنان یوله بله بېل دي . تراوسه خودواړه دافغان اولس دوښمنان دي اوپه سبا خبرنه یوځکه چې دجګړه ماروامریکائيانودوستي اودوښمني معلومه نه ده . دوی هم جګړه اعلان کړې ، درګرده بې ګناه پښتانه وژني خوبیادوستي هم په زوره کوي . دوی چې کله په خپل هیوادکی دافغانانواوافغانستان په هکله خبری کوي ، حتمابه له ملنډواوتحقیرډکی وي . ګېټ یوڅه وخت مخکی ووئيل چې خبرنه دې چې اوسامه چېرې دې نوپوښتنه داده چې په ۸ کالوکی ورپسې ونه ګرزېدۍ اونه اوس خبریې نوپه افغانستان کی دپښتنوپه کورونوکی څه لټوۍ ؟
لومړې خودأپلتوبلاګ ته په خېراغلۍ ، بیاموپه زړه کی څه ونه ګرځي چې ګنې خدای مه کړه، تاسوچټیاتوته رابولوو، نه ، دومره کم عقله هم نه یوخوکه لږشانې ددې بلاګ اپلتوته ځيرشۍ ، نوپوه به شۍ چې په لؤستوارزي . نودادې ددې لپاره چې ددې ویي ټول اړخونه مومخ په څټ اوڅټ په مخ اړؤلي راړؤلي وي ، أپلتې په لاندې ښاخونووېشم ترڅواړونده أپلتې په خپل ښاخ پوری وځانګي . ۱ – سیاسي أپلتې ۲ – اقتصادي أپلتې ۳ – کلتوري أپلتې اوس نوستاسوخؤښه ده چې په أپلتوکی برخه أخلۍ ، که یواځې یې لؤلۍ اویا هیڅ هم نه خؤښؤۍ
چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي
Blog Archive دبلاګ ارشیف
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟

هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر