هسې هم پوهېږۍ چې دخره په غؤږکی یاسین وئيل څه فایده نه لري اوسړې هله احترام اوشرم ته اړوي چې مقابل لورې یې مستحق وي اوپری پوهیږي . دادژورنالیزم دنده نه پخوا په افغانستان کی چلېدلې ، نه اوس چلیږي اونه په راتلونکي کی چلیږي ، أن که زما یابل اویا انترنېټ څخه غلاهم وکړۍ نوهغه هم درته په عمرقېداواعدام تمامېدای شي اوکه داهم ونه کړۍ نویابه داجیروپولیسولخوالکه (یوټيوب کی یې وګورۍ ) په خوله ،خوله سوکان خورۍ ، یابه مولکه دپارلمان تیارخواره ، په لغتوله تالاره باسي ، یابه لکه شهید روحاني ، څوک پوښتنه هم نه کوي ایابه لکه چرګان دکوم طالب چړې اوالله اکبرته پراته یاست . دغه رنګه که کتابونه کتابونه ورته ولیکۍ اوبیایې ورته ولؤلۍ ، والله که په هغوټوپکسرو، بوتلسرواوکدوسرو څه اغېزه وکړي ، نوپه دې خوښه قانع یاست چې والله که په هیچاکی شرافت ، انسانیت ، قضاوت ، رحم ، انصاف، پوهه اومنطق وي نوپه تاسوڅه چل شؤې چې تاسویې ددې سره سره هم کوۍ ؟ په قلم هیڅ نشۍ کؤلای ځکه چې تاسومجبوروي چې یاددې جاهل خره خبری اوصفت ولیکۍ اویادهغه بل جاهل خره هغه ، تاسواصلاهیڅ واک نه لرۍ نوراځۍ زمامشؤره ومنۍ اودقلم پرځای کلاشنکوف په لاس کی واخلۍ اوچاته چې یوپيغام رسؤۍ نودالاندی فورمول استعمالوۍ : دمرجع نوم ، ستاسودوه جملې پيغام اویوه جمله ښې نېغې اوسپېرې ښکنځلې (پام کوۍ چې بې وسلې چاته ښکنځلې ونه کړۍ ) . طریقه به یې داسې وي :
کابل اودښتې تری ډکې دي خوزه به د بېلګې په توګه اوس دچانوم نه اخلم خوکه کوم ژورنالیست کوم داسې سیاسي ، مذهبي اوټوپکي ته پئغام لرۍ چې بې لارې وي ، بې وجدانه وي ، خائين وي ، ظالم وي اودولتي یاغېردولتي تروریست هم وي اوشرم هم نه لري نوهغه خودخدای ، انسانیت ، شرافت اوقانونیت په پارورته نه تېریږي چې څه ورپسې ولیکي یاووایي ، نوڅه بایدوکړي ؟ داسې خلک چې دچرګ هومره ارزښت نه لري خوپه غټوغټوچوکیولکه دچرګانوناست وي او دفتریې مردارکړې وي اوپه ټولو مسا ئيلوکی لکه چرګ ټونګې وهي نوداسې چرګانوته خو اسره کؤل ، دخپلې ښوروا کنډولې ماتؤل دي نوچرګانوته به نه ګورۍ چې فرانسوي دې که پېنډاوودې ، بانګي دې که چرګه بس داسې رسا رسا پې ولۍ چې بیا چېری ټغ پغ ونه کي نوهغه دفارسي متل چې (مرغ کم ، ګ .... کم ) تری بېغمه به یاست

هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر