چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۸ دی ۱۹, شنبه

ننګ ، غېرت اوایمان دې ته وایي ؟

‏2010‏، 09‏، جنوری‏، شنبه
چې خولې مولکه دچينچڼودبچووازې نیولي وي چې یوڅوک درته پکی یوڅه درواچوي ؟ آياننګ ،غېرت ، ایمان اوهمت دې ته وایي چې ځانته یوه مړۍ ډوډۍ په حلاله نشۍ ګټلای ، دځان ، کورنۍ اوبچوتداوي نشۍ کولې ، ځانته سرپناه نشۍ جوړولې ، دخپل ښاراوکلي یومترلاره نشۍ جوړولې خوورانولوته بیا بیداریاست ؟ آيا ننګ ، غېرت ، پوه ایمان ، اسلام ، وطن ، عدالت اوانصاف دې ته وایي چې دخېراتونومال اوپيسوته موبوجۍ اوجوالونه جوړکړي ، دپردوپه معاشونوچارواکي شوي یاست ، پردي ټوپکوال موساتي ، تاسودهغوی دیوه عادي امریکایي عسکرځواب په زغړده نشۍ ورکولای نودوطن دفاع به څنګه وکړۍ ؟ ستاسوذهنونه چټل اوله هررنګه انساني پوهې نه خالي دي ، تاسوذهنا پلیت شوي یاست اوجسما مردارشوي یاست ، ستاسوپه وجودکی دخیانت ، غلا، قتل ، بداخلاقۍ اوظلم وینه چلیږي ، تاسواوستاسوکورنۍ له حلال اوپه جائزه توګه ګټلي رزق څخه تغذیه نه ده کړې نوځکه وجودموپه حرامه اونجه وینه چلیږي په افغانستان کی دغېت ، ننګ ، ایمان اوهمت تش نومونه دي ، په حقیقت کی دتوقع څخه ډېرکم مثالونه موندل کيږي نوپه داسې هیوادکی دکوم ملت اوحکومت وجودشته ؟
که چارواکي دي هم مطلق خاينان ، غله ، قاتلان ، بې انصافه ، دملت اوخاوری دوښمنان اودپردیوغلامان دي ، نه پکی وړتیاشته ، نه پوهه اومهارتونه اونه ایمان ، وجدان ، شرم اوهمت لري اونه په افغانانوکی همت ، غېرت اوتوان شته چې غېرتي ، باایمانه ، دیانت داره ، منصف ، وړ اوماهرچارواکي رامنځته کړي اونه په ټاکلوچارواکوکی افغاني ، اسلامي، انساني ، کاري اواصولي زده کړه ، تجربې اواصلاح شته نوداملت به څنګه جوړيږي ؟ اې غولېدلو ، بې لاسوبې پښواوبې فکره افغانانو! که تاسوفکرکوۍ چې تاسوته به هرڅه په تیاره دررسیږي ، اروپایان اوامریکایان ستاسوپه غم سوي دي چې أن په خوله کی ډوډۍ هم درکړي نوستاسونه بې عقل په دې سیاره کی نشته ، تاسوجاهلان دخپل دین څخه خبریاست چې وایي پرته له حرکته برکت نشته اوخدای هم درته تیارې ډوډۍ له اسمان څخه نه درغورځوي ، نوتاسوکوم همت ، غېرت اوایمان لرۍ ، چې دځان غم نشۍ خوړلای نوتاسوبه خپل ملت څنګه جوړکړۍ ، څنګه به دپردیوله شره ځانونه خلاص کړۍ ، په څه به ددوښمن مقابله وکړۍ ، دچاسره به سیالي وکړۍ ، وطن اوملت به په څه جوړکړۍ اوپه څه به خپلواکي اوازادي وګټۍ ؟
په تاسوکی خودومره همت هم نشته چې په خیراتونوجوړشوي ښؤنځایونه ، روغتونونه ، پلونه ، لارې اوجوماتونه واتۍ ، یوجاهل لېونې درشي ، ستاسوپه منځ کی خپل نجس وجودپه بمونووالوزوي اوتاسولکه ګډې په لسګونواوسلګونوقتل کړي آیا تاسودیوه جاهل لېوني ځانمرګي مخه نیولای شۍ ؟ ګډې اونورحیوانات خوآن دپوټکي پوری ګټوردي ، تاسوڅه ګټه لرۍ ؟ تاسوپه خپلوګرېوانونوکی سرټيټ کړۍ چې تاسوکوم صفت لرۍ ، تکړه ، پوه اوباهمته یاست ، خپل ځان اودوطن فکردرسره دې ، دوطن کومه لاره یا پل موجوړکړې ، سوادلرۍ اوپه خپل دین پوهېږۍ ، خپل بچي له ناروغتیا ساتلې شۍ ، څه صفت لرۍ ؟ په داسې حال کی چې نه کوم صفت لرۍ ، نه پوهه لرۍ ، نه توان لرۍ ، نه خپل وسایل لرۍ ، نه ځان ساتلې شۍ ، نه قضاوت کولې شۍ ، نه په خیرات اخیستوشرم درځي ، نوتاسوڅوک یاست ؟ لږخوځان راوپېژنۍ چې څوک یاست ؟ که تاسومونږته میرویس خان ، احمدشاه ابدالي اوامان الله خان رامخته کړۍ اووایاست چې مونږددغوغېرتي ننګیالوزامن یونوښې ډېرې ښکنځلې به درته وکړووځکه چې هغوی خودومره بې صفته اوبې پوهې نه وولکه تاسوچې یاست ، ددنیاخلک درباندی ملنډې وهي . هغوی خودچانه خېرات نه غوښته ، هغوی خویوڅه کول اویوڅه یې درته پرېښودي دي خوتاسوهغه ارزښتونه نه پېژنۍ ، ارزښت نه ورکوۍ اودخپل همت څرک مونه لګي ، نوڅوک یاست ؟

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟