2010، 08، اپريل، پنجشنبه
په دې وروستیوکی هغه امریکایي چې کرزي پری برت کړې و، درسنیوپه مخکی بېرته په کرزي برت کړې دې . هغه برتي ګول برت دې . دې وایي چې حامدکرزې نشه یي دې اودماغي برابرښت نه لري . دې رښتیاوایي خودده خبره دافغانانولپاره نه دهېښتیا خبره ده اونه نوې خبره ده . کرزې دامریکاد جمهوررئيس ، جورج ، ډبلیوبوش انتخاب و، نه دافغانانو. هغه متل دې چې وایي (څنګه چې تیږه وي ، هغسې یې کربوړې وي ) نوداافغان چرسي دهغه لېؤني اوپوډري امریکایي مشرانډيوال دې چې دخپل هیواددعسکري خدمت نه تښتېدلې ، په پوډرو(هيروئينو) اخته اودبوټونوپه ويشتلوسپک شؤې دې . داچې څومره ځوانانو، سپين ږیروښځو، کؤنډواویتیمانوورته هره ورځ ښکنځل کړي ، دشمېره وتلې حساب دې . افغانان خوپه داسې زيري خؤښيږي چې دوښمن یې په کوم رنځ اوکړاواخته وي خوپه دې خواشیني دي چې همدغوامریکائيانوچرسیان ، بنګیان ، پوډریان ، غله ، قاتیلان ، لېؤني ، بې وجدانه اوفاسدخلک ددوی په أوږوسپاره کړي دي اوپه میلیاردونوډالرې یې پری هم لګؤلي دي . نواوس چې دومره ګران بیه جمهوررئيس چرسي ، پوډري اولېؤنې خېژي اوله ۸ کالووروسته پری دنړۍ ترټولوځواکؤرخلک پوهیږي ، سړې کؤلې شي دپوهې اوبې عقلۍ ترمنځ واټن هم په اسانۍ پيداکړي . له یوه خرڅ شؤې غلام نه څه ګیله ، ګیله خویې له باداره ده چې هم لېؤنتوب لري اوهم بېعقل دې ، که داسې نه وای نوپه زرګونوسالمواوبې ګناه پښتنوبه یې ولې حملې کؤلای ، ولې به یې دخپل اولس میلیاردونه ډالرې په اورسؤځؤلای ، ولې به افغانستان دنړۍ دمخدره توکو لومړې هیوادکېده اوولی به په دې سبب تروریزم زیاتېده ؟ رښتیاخبره ده ، دلېؤنیانوکارونه همداسې وي چې ځان ، بل ، دوست اودوښمن نه پېژني ، که داسې نه وای نودبن لادن خؤږه دوستي به هم په دوښمنۍ نه بدلېدې . اوس هم کرزې وخت لري چې یوڅوورځې چرس اوپوډرونه وهي ترڅوخپله بستره له هغه أرګه په ډاډه توګه بارکړي چې دداؤدخان ، نورمحمدتره کي ، حفیظالله امین ، ببرک کارمل اونجیب الله لپاره په بد شګون اووښتې و . ګوره کرزیه (دکوڼ زوی) ځانته لکه بن لادن یوه قاعده اوقائيده پيداکړه ، په دې کی دې خېرنشته چې وایې دابه راسره منۍ کنه طالبانوته اوړم . ته خوله یوې خوالګیایې جرګه جوړوې چې طالبان ځانته راواړوې نوبیا نارې څنګه وهې چې زه طالبانوته اوړم ! ګوره کرزیه ، خوله دې ډېره کا سه اوکچکول کړه ، خودهیچا خؤښه نه شوه ، اوس یې یواځې ډوډۍ ته وقف کړه ځکه چې په دې کی دې خېردې
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر