څه وخت مخکی دافغانستان ولسمشرکرزې ځکه په غوسه شؤې وچی ترڅودې له خوبه پاڅېده ،چای مای یې څښه اوبیا خبرېده ، روسانواوامریکایانوپه توره شپه کی دډېورنډکرښې ته نیږدې خپلې فوځي کړنې سرته رسولی وې
دکرزي له های هوی سره په بله ورځ په افغانستان کی دامریکایي فوځ مشر، جنرال پيترایوس دکرزي کاله ته ورغې اوساده افغانانوته یې داسی وښوده چی ګنې کرزې دلاسۀ کوي . په افغانستان کی دخارجی جګړوترڅنګ دمېشت شؤوخارجیانو مطبوعاتي اورسنیزې لوبی هم عجیبه دي ، یویې چی یوڅه ووایي هغه بل یې پروړاندی بل څه ووایي لکه په کابل کی دامریکااوروسیې سفارتونه مني چی دننګرهارداچین په ولسوالۍ کی ناڅاپه شپه وال یرغل دافغان اردو، امریکایی اوروسي فوځيانوپه ګډغؤييمنډ ترسره شؤې اوپه پایله کی یې څلوراوپيمي زېږدځایونه ویجاړشؤي دي چی افغان حکومتي چارواکي له دې چپاوڅخه ښه خبرووخودناټوویاند جوزیف بلاټزبیاوایي چی روسي - موسي عسکرپه دې عملیاتوکی نه وو
داچی کوم خارجي رښتیا اوکوم درواغ وايي ، یوخدای به پری خبروي اوداسی څيزونه په ثبوت رسؤل هم دبنده ګانود٬ ؤس خبره نه ده خومونږپه دې نه پوهیږوچی کرزې نوپه څه غوسه دې ؟
آیادکرزي صېب تجارتي مرکزيې خراب کړې که دده دکوم چارواکي بزنس ؟ دهیرویینواومخدره موادوقاچاقبران نوکله وجدان ، شرافت ، انسانیت اواسلامیت لري چی سړې یې په تاوان خوابدې شي ؟ عوام خوبایدپه داسی کارونوخؤښ وي چی دبچواونسل دوښمنان یې لمنځه لاړشي . مونږخوخدای خدای وایوچی په مافیایي غلو، دمخدره توکوپه قاچاقبرانو، ټوپکوالو، سړیتښتوونکو، قابضانواوزورواکانوداسی تندرنازل کړي چی هډوقبرونه یې هم معلوم نشي نودداسی کارخو٬ که چېری په رښتیااوصادقانه توګه سرته ورسیږي ، بایدپه جشنونویې هرکلې وشي . افغانستان اوافغانان خوهسی هم څلرویشت ساعته ترماشۍ لاندی دې نوکه یونیم داسې کارچی ښېګړې یې زیاتی وي ، پکی وشي ، څه بده خبره ده ؟
بس هرڅوک پوهیږي چی غواتوره اوشیدې یې سپينې دي ؛ کرزې صېب هسی خلک په غوسه کوي ، له ده سره نوری دخپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا، قانونیت ، مسؤنیت ، امنیت اوملت خبرې خوندنه کوي ځکه چی داسی سترسلاحیتونه نه ددوی په واک کی وو، نه دي اونه به وي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر