چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۹ دی ۲۵, شنبه

پرمبايل خاستګاري

ډته- ډتنګ ، ډته- ډتنګ ، ډته- ډتنګ

اوه ، یاالله خېر، دابیادکوم بدتمیزواده دې ، دې وخت ته وګوره اودده دې شوقي زنګ ته وګوره ، ګل په غلي خوبوولي غږله ځانه سره وویل اوبیایې دتلیفون غوږۍ خپل غوږته نیږدې کړه اوويې ویل : څوک یې ؟
په ځواب کی یې څوځله هالوو، هالوو، واورېدل خوبیایې هم ونه پېژانده اوبیایې تری وپوښتل چې

څوک یې ؟

زه یم ، ودی نه پیژاندم ؟ په خارج کی اوسې ځکه مونږغریبان نه پېژنې !!!

ګله ، خېردې که تاهېرکړي یووخوزمونږنه یې هېرشوې ، ما ته خواوس هم هماغه ګل ښکارې چې مابه سیګرټې ډک کړ، په مینه به می وڅکه اوبیابه می چې هره خبره کوله ، تابه کټ – کټ خندل ، هېردې شوهغه وختونه ؟ سیي ده چې تلېپون به می درته نه وي کړې خوخدای شته هروخت زمونږپه زړونوکی وې اوهمداسې به اوسې . هغه بله شپه می په خوب هم ولیدلې .
ښه ! په خوب کی دې لیدلې وم نوځکه دې تلیفون وکړ.

نه ، په والله که می هېروې ، هروخت می یادېدې خوبس نومره دې راسره نه وه چې تلیفون می درته کړې وې . ء اوس می د وراره نه نومره واخیسته اودادې تلېپون می درته وکه ، ښه خویې کنه ؟ مریض شوې خوبه نه یې؟

بخښنه غواړم ، والله که می اوس هم لاپېژندلی یې ، ته څوک یې ؟

زه خپله نیمګړتیامنم چې خلک په تلیفون کی له غږه نشم پېژندلې ، زماخوپه خارج کی دادې لس کاله وشوخوستاپه څېرغږمی کله نه دې اورېدلې نوځکه نشم ویلې چې څوک به یې ، نوکه ځان راوپېژنې خوښ به شم .

يه ګله ، داپه تا څه شوي دي ؟ هېردې کړلولکه چې ؟ زه خانکې یم ، هغه ستا خپلوان

ګل چې داواورېده ، خپل څټ یې وګراوه ، لومړې یې له ځانه سره غلي غوندی و ويل : داابن الوقت خپلوان می بیاڅنګه راپيداشوو، ورپسې یې په لوړاوازځواب ورکړ: ښه ، ښه ، هغه خانکې ؟ اوس می وپېژندلی ، هلکه پس له ډېروکلونومی دې غږواورېده ، غږدې هم بدل شوې دې یاخوډېربډای شوې یې ، ډېروخوراکونوبه چاغ کړې یې اویا ډېرزوړشوې یې اوازدې له دې کبله بدل شوې... اورښتیا هغه پخوانۍ [بلکې] دې پرېښي که اوس هم هماغسې مستقیم پرخپل عادت اومکان یې ؟ ماته خوڅه وخت مخکی چاوویل چې اوس دې له پخواڅخه بنډارنورهم ګرم شوې ځکه چې زلمي زامن درسره په چلم کی برخه اخلي

دې پوښتنې ته یې خانکي ځواب ورنه کړ

ګل بیا دا پوښتنې وکړې : کورته خیریت دې ؟ بچي دې ښه دي ؟ ډېره مننه چې پس له ډېروکلونودې تلیفون وکړ

خانکي یوه لنډه خنداوکړه اوبایې ګل ته دخپل ژؤنداودبچواحوال تېرکړچې پخواپری سختی سوختې ډېرې تېرې شوې خواوس دالله فضل دې له یوې ښځې څخه یې (۱۶) اولادونه دي چې (۱۴) یې زلمي هلکان دي ، څوک په ملي اردوکی دي ، څوک خپله ځمکه کري ، ځينی یې بی روزګاره دي اویویې دولسم ټولګې ختم کړې اوپوهنتون ته به امتحان ورکړي که خدای کامیاب کړ.

ګل اوس هم لکه دپخواپه څېردخانکي هرې خبرې ته خندل ، ځکه چې خانکي دخپلوخبروبېل اندازدرلود ، هغه اندازچې زیاتره [بلکه یان ] یې لري نوده چې ګل ته دخپل ژوند واقیعتونه بیانول ، ګل به دخفګان هغه ته هم خندل . که څه هم دډېرعمرپه تېرېدوګل هم بدل شوې واوډېرې اوتې باوتې یې نه خؤښېدې خوداچې خانکې ورته له پخوانیوبنډارونومعلوم ونودهغه ټولو درواغو- رښتیاو ته یې غوږنیوه اودهغه دخوښۍ لپاره به یې هرڅه ته [شکردې ] هم ورته وئيل ترڅوخانکې خوښ وساتي . دګل اوخانکي خبرې اوږدې شوې نوګل ورته وویل : ستاسوله تلیفون څخه ډېره ، ډېره مننه ، خدای موښاداوابادلره چې پس له کلونو بیاهم درپه یادشوم اود روغ -ناروغ له حاله خبرشوو. خبرې دې خوږې دي خونوردرباندی ډېرتاوان نه راولم ، دخدای په امان .
خانکي په بېړه غږکړ، نه ګله ، بندیې نه کې ، ناوخته شوې هم دې خوماوېل چې ... .

نوتاڅه ویل ؟ ګل ورڅخه پوښتنه وکړه

ګل هوښیارسړې و،دخانکي په تلیفون سمدستي پوه شوې وچې دڅه مقصدلپاره یې کړې دې خوجرات نه کوي چې خپله خبره ازاده وکړي نوبیا ورباندی ګل تاکیدوکړ: خانکیه ! څه خبره ده ، واضح یې ووایه چې سره پوه شوو، زه خودرته له پخواڅخه معلوم یم چې ناجایزوشیانوته زغم نه لرم اوخبرې می هم ټولی سپينی وي ، له دروغواومکاریومی بدراځي خوډاډه یم چې ته به داسې خبره ماته هیڅکله ونه کړې چې خدای مه کړه زړونه موسره بدشي .

خانکي دګل په خبروکی ورودنګل : نه ګله ، ماته مالوم یې چې بیځایه خبره نشې زغملې خوزه درته له رواجه بهرڅه نه وایم .

ښه خوووایه ، اخیرته څه ویل غواړې ؟ ګل تری بیا پوښتنه وکړه.

خانکي سره له دې هم خپلې خبرې ژوولې ، ژوولې کړې اولرې لرې مانورونه یې وهل، ډېرې خوږې خوږې خبرې اودګل صفتونه یې وکړه خوپه ځای ددې چې پرګل څه اغېزه وکړه ، خانکي ته بې زغمه کېده نویې په توند غږپر وویل : خانکیه ، خبره سپينه کوه ځکه چې وخت هم ناوخته دې اودتلیفون مصرف دهم زیاتیږي نوژرژروایه څه ویل غواړې ؟

خانکې پوه شوچې دګل حوصله نوره تنګه شوه ، هسې نه چې تلیفون بندکړي نویې وویل : ګله ماویل که زمادزوی لپاره دی لورراکی ، دجنجالي کاکا په شمول ستاسودکورټول خلک څه نه وایي ، بس خبره یواځې ستا په [هو] او[نه] کی ده ، نوغاړه می درباندی خلاصه کړله ، بیاونه وایې چې غږدې راباندی ونه کړ.

ترڅوچې ګل دجنجالي کاکانوم نه واورېدلې ، خبرې ټولې په خندا تېرېدې خوچې دجنجالي کاکانوم یې په غوږولګېد لکه تېلوته چې اورواچول شي ، دګل په وجوددغوسې لمبې خپرې شوې، اوچولې یې تریوشوخو خوددې سره سره یې ځان قابوکړ. ګل دجنجالي کاکاڅخه هیڅ سمه خاطره نه لرله ، لکه څنګه یې چې نوم و، هغسې بدکرداره، پيسه دوست اوسپک سړې و، هرنااشنا سړي به چې لومړې ځل ولیده ، فکربه یې کاوه چې دې که نه دې بس همداسړې دې خوکله به چې ورسره په معامله کی ونښت اویابه جنجالي کاکاته پته ولګېده چې دسړي جېب ډک دې ، نویوه منصوبه به یې ورته ضرورجوړوله لکه پيسې تری پورول اوبیا پری منکرېدل ، دخلکودخوېندواولوڼوپرسردلالي کول اوپيسې اخیستل دده غوره کارونه وو، ده په دې کارونودځينونجونوژوند سوراورکړې واوځينې یې ان دمرګ کندې ته غورځولې وې . خلک وایي چې دځینووګړوڅخه ځينې خلک په لوی لاس مجرمان جوړوي خوځينی بیا مورذاتي مجرمانه خوی اوخاصیت لري چې جنجالي کاکا په همدې کته ګورئ کی راته . له بده بخته جنجالي کاکا دګل پلارو، دهغه ګل چې هډوجنجالي نه تللې ، دده په څېرسپک خوی اومجرمانه عمل یې نه درلوداوڅه چې به جنجالي کاکاکول ، ګل به دهغه سره مخالفت څرګنداوه . څوځله ګل خپل پلارته ځولۍ ونیوله اوورته ویې ویل چې دپاک قران په روی نورله مجرمانه اوغېرانساني کارونوڅخه لاس واخلي خولکه څنګه چې وایي عادت په بسم الله نه اوړي ، بدخصلت اوبدوجدان دجنجالي کاکاعمل کرځېدلې واوپه سپين ږيرتوب کی هم له خپلوناجایزوکړوڅخه نه اووښت .

ګل په تعلیم کی له خانکي څخه پورته و، دکورناسته پاڅه یې هم له خانکي سره توپيردرلود خوددې ټولوښوبیانوسره خدای له یوداسې پلارسره په جوال کی اچولې وچې نه یې خوی خاصیت دسړي واونه دیوپاک وجدان خاوندو. ګل به هروخت خپلودوستانوته شکایت کاوه اوبیابه یې خدای ته دعاکوله چې یاداجنجالي له کوره ورک کړه اویاما. ګل به ویل چې خدایه ماداسې هیوادته بوځه چې دجنجالي هډوغږوانه ورم . خدای یې سوال قبول کړاویوبهرني هیوادته لاړاوهلته پاتی شوخوهلته هم دجنجالي له ویره خلاص نه شواوداسې هفته اویامیاشت نه وه چې دجنجالي له لاسه به دکورغړوسرونه نه ټکول . ګل به چې ډېروزورېده نووبه یې ویل چې خدای یوګنده بوټې نه وچوي اوکه زه ورپسې لاړشم اوهلته پری دټولوخوایخه کړم نوبیابه همدغه ظالمه اوړنده پښتنه ټولنه وي چې مابه دپلارسره په بې احترامۍ اوظلم تورنوي اوجزابه راکوي خوزماله حاله خدای ښه خبردې چې زه دڅنګه وحشي سره لاس اوګرېوان یم ، خدای ښه خبردې چې څومره بې ګناه ښځې اونجونې دده له ناولي وجدان څخه کړېدلي دي اوخدای یې ښه ویني چې دې سړې څنګه زماشخصي ژوندپه سوراوربدل کړېدې . هغه وخت چې ګل مسافرکېده ، اولادونه یې ماشومان وو، لس کاله وروسته یې لوڼې پېغلې شوې وې اودجنجالي کاکالپاره کورني مارکیټ ته لاره هواره شوې وه . ګل ته له خانکي څخه پخواهم څوتلیفونونه راغلي وواودخستګارۍ خبری ورسره شوې وې، هغوی ټولوته ګل په ډاګه ویلي ووچې پرته دده له توافقه نورهیڅوک دده دلوڼودسرنوشت فیصله نشي کولای خوجنجالي کاکابه ددې لپاره چې ګل وزوروي اوځانته یې تابع کړي ، دخپلولمسیانوپردلالۍ اوپرسریې پيسواخیستلوهم اسره نه کوله . ګل ته به چې له کلي څخه هرتلیفون راته ، دې به سمدستي پوهېده چې جنجالي کاکابیا کومه دسیسه جوړه کړېده . داچې خانکي دګل سره پخواپېژندل اویوڅه تعلیم یافته هم ونودخپلې غوسې باوجود یې خانکي ته ورڅرګنده نه کړه چې ګنې غوسه شوې دې . ګل ته معلومه وه چې داخاستګاري هم د جنجالي کاکاپه دلالۍ راپورته شوې ده اوبیایې دڅوپيسوګټلولپاره پلان جوړکړې دې . ګل چې دجنجالي کاکا لخواډېرپرېشانه هم و، په ځان یې زورراوړاوپه سړه سینه یې خانکي ته وویل : خانکیه ، که څه هم په خوی اوخاصیت کی موله نوروسره دومره توپيرنشته خوداچې تردولسم ټولګي موښونځۍ ویلې ده ، فکرکوم چې زما په خبروپوهېدلې شې نوښه راته غوږشه چې څه وایم ، اورې زماخبرې ؟ هو، اورم یې ، خانکي له هغه خواځواب ورکړ. ګل ورته خپلې خبرې داسې پېل کړې : رښتیاهم چې دخوراولورغوښتل ، ورکول اوواده کول جایزکاردې اوچې وخت یې راشي بایدوشي خوپه کومه طریقه چې زیاتره پښتانه خوراولورورکوي اوپه کومه سترګه چې ځينی دخسرګنۍ غړي ناوکۍ نجلۍ ته ګوري اوماپخپلوسترګولیدلي دي ، زماپه نظرسراسرظلم اوجبردې . زه یوتعلیم یافته سړې یم ، خوله بده بخته زماداولادونوتعلیمي اوتربیوي ژوندزمادپلار، جنجالي کاکا اودتش په نوم پښتونولۍ د ذهنیت له لاسه خراب شوې دې اوماونه شوکولای چې دخپل علم اوپوهې سره سره دداسې کورنیوجاهلانوپروړاندی بریالې شم ، دخپلواولادونوسره دتعلیم اوتربیې په برخه کی مرسته وکړم اوخپلوهیلوته ورسېږم . زه هک حیران یم چې دداسې یوسړي سره چې هیڅ ابرواوسړیتوب نه لري څه وکړم . خانکیه که نورڅوک خبرنه وي نوتاسوته خوبهتره معلومه ده چې ددغه سپک سړي له لاسه څوځله ترجسماني حملې لاندی راغلې یم خوماورته صبرکړېدې . اصلادې څه حق لري چې زمادلوڼوسرنوشت وټاکي حال داچې ترده سل ځله شریف اوتعلیم یافته پلارلري ؟ زه له هغوټولوبدیوڅخه ورتېریم چې ده زماسره کړیدي خوداولادونواوپه تېره دلوڼوپه حق کی دیوه بې وجدانه سړي مداخلې بلاخره دې ته تیارکړې یم چې دخپلوخوېندواولوڼودژونداوسرنوشت لپاره ټوپک ته هم لاس واچوم نوکه خدای مه کړه دازمونږخپلوي یورنګ جنجالونه وزېږوي اوزه پوهېږم چې زمااوستادژوندطریقې سره نه برابریږي نوزه ولی دیوبل جنجال دزېږولومخه ونه نیسم ؟ مااوتاته زمونږه ټوپکي ټولنه نه ده معلومه ؟ زه لیونې یم چې محض دخپلوۍ په سبب دخپلې لورژوندقربان کړم ؟ تاسوچې دښځوپه هکله څه فکراوذهنیت لري هغه ماته وحشت اوبربریت دې اوزه به اړشم چې بیاهم دټوپک په مرسته درسره حساب وکړم . داهغه څه دې چې دموجودوعیني شرایطو، غيرانساني رواجونو، دژوندله څرنګوالي اونوروزیاتومشاهداتوله نتیجو څخه لاسته راځي . په دې تحلیلونوکی دپلار، ورور، دتره ځوی اوخپلوان سره سازش نه شم کولې ، ستافکرزماله هغه سره نه برابریږي ، ته چې څه ته غېرت اوننګ وایې ، زه یې بې ننګي اوبې غېرتي ګڼم نوووایه ، زمااوستا ترمنځ دخپلوي کولوڅه هماهنګي موجوده ده ؟ .

خانکیه ، زه پوهیږم چې زماهره خبره به درباندی له ډزه کمه نه وي خوڅه وکړم چې تاسومجبورکړې یم چې سپینې درته ووایم اوځان دسرېښوډنډته له غورځېدووساتم . نوله دې وروسته می چې په هرنوم یادکړئ ، که هرتوراوتهمت راپوری وتړۍ ، دخپل اولادپرسرراسره تربګني وپالۍ ، په ما به دخاشې هومره اغېزه هم ونه لري . افغاني ټولنه هسې هم یوه داسې ټولنه ده چې بې ګناه وګړي دځان ساتنې لپاره اسلحې ساتلواوګرځولوته هم اړوي ، که ته په بل چاغرض نه لرې ، بل یې پرتالري نوکله چې سړې دخلاصون هیڅ راونه لري ، داستاسودوښمني یې هم راپوری ، څه به راته کم اویازیات کړي ؟ زه پوهیږم چې زه ایکي یواځې داسې سړې نه یم چې دوښمنیانې راته پخپله رامنډې وهي اوزه یې پروړاندی مبارزې ته اړیم بلکه په ډاډویلې شم چې زما په څېرپه زرګونو پلرونه ، ورونه ، خوېندې ، مېندې اولوڼه ددې جبر، ظلم اووحشت ښکاردي اوبده یې لاداچې دحق غوښتل دکفرمعنالري .

خانکیه ، ښه راته غوږشه ! که پښتونولي ، ننګ اوغېرت دا وي چې هرپښتون بایدخپله خوراولورله تعلیم اوتربیې څخه لرې وساتي ، هرڅومره چې ژرکیږي بایدپه پيسویې خرڅه کړي ، دخپل وحشت اوجهالت په نتیجه کی یې په بدوکی ورکړي ، دانسان په توګه ورته نه پلاراونه خسروګوري ، که مېړه یې مړشي نوپه اتوماتیکه توګه دې بل ورورنکاح پروتړي اوکه ورورونه لري نوتربوراویانیږدې خپلوان دې پری په زوره نکاح وتړي ، یابه ترمرګه پوری دخسرپه کورکی کونډتون کوي اویاستاسوغوندی خپلوانودخوښۍ اورضایت لپاره باید خپله لورقربان کړم نوواوره ! زه هغسې پښتون اوپلارنه یم ، زه په داسې وحشي اوظالمورواجونولعنت وایم . زه دلورپرسرپيسې سترشرم ګڼم خوکه ضرورت پېښ شي نوطلاق یې یوه زره شرم هم نه ګڼم . مادې خدای له هغووحشي پښتنووساتي چې دخوراولورپه ورکړه کی مادیات په نظرکی نیسي اوکه چاته محض سرهم وخوځوې ، بیا پکی [نه ] نشي ځائيدای ، یابه یې منې کنه دعمردوښمني درپغاړه شوه . داوحشت بایدپه انسانت بدل شي . زه دغسې فکرلرم ، که څوک ماپه دې فکر له پښتونولۍ باسي ، په فخرداسې پښتونولي پرېږدم . ایاستاغوندی خلک به راسره داسې شرایط په مستنده توګه ومني ؟ ایاته به تیاریې چې په هغه لیکلي سندګوته ولګوې اویایې امضاء کړې چې په هغه کی لیکلي وي چې که زمالورستادځوی سره خوښه نه وي ، شرعي طلاق به ورکوې ؟ که ستا ځوی وفات شي نوزمالوربه ازاده وي چې دچاسره ژوندکوي ، بل واده کوي که نه ، تاسوبه هیڅ حق نه لرۍ چې په زوره یې بل ته نکاح کړۍ اویایې خرڅه کړۍ؛ زمادلوردژونداومرګ مسولیت به ستاسوپرغاړه وي ؟

بله داچې که تااورېدلي وي چې ګل دخور، اولورپرسرپيسې نه اخلي ، ګنی مفته یې ورکوي اوته به زماددې عقیدې اوفکر څخه په استفاده د(۱۴) ځامنوپه ودونوکی یوکوپون لاس ته راوړې نوهسې یوتش خوب دې ليدلې دې، هیڅ عملي امکان نه لري اوزمادموقف په معنا هم نه یې پوهېدلې .

خانکیه ، داباوردې پرځای دې چې زه دهغوپښتنورواجونوکلک خلاف یم چې خپلې خوېندې اولوڼه خرڅوي ، پرته له خپلوخوښيواوغوښتنویې یوچاته دسیکس اوغلامۍ لپاره مجبوروي ، له علم ، زده کړواوروغتیایې محروموي ، داسې پلرونه بې ننګه اوبې غېرته دي . ته بایدځان پوه کړې چې زما موقف یوانساني اوحقوقي موقف دې اودداسې موقف خلک په پښتنه ټولنه کی کی زیات دوښمنان لري . خوزمادموقف اوفکربرابر، زمونږخوېندې اولوڼې مفته نه دي ، ورکړه ، ودونه اوکورنې ژوندیې باید دحقه حقوقوسره تضمین شي اوددې تضمن لپاره باید لیکلي شرطونه اوقراردادونه جوړشي . داهغه څه دي چې مونږیې په افغاني ټولنوکی تطبیق غواړواودخپلوخوېندواولوڼودحقه حقوقوغوښتونکي یو. په افغانستان کی ډېرداسې تش په نوم پښتانه اومسلمانان شته چې دمادیاتوله کبله دخپل ایمان اووجدان څخه تېریږي خو مونږته په معنوي لحاظ دښځې اودنرترمنځ هیڅ توپيرنشته ، ښځه بایددمېړه سره په تفاهم اومینه کی ژوندوکړي ، نه په جبراوغلامۍ کی ، خوېندې اولوڼه بایدخرڅی نه شي بلکه خپل حقه حقوق ورکړل شي ، خوېندې اولوڼه بایددمېړه په انتخاب اودطلاقوپه حق کی شریکی شي ، جبري ژوندته مجبوری نه شي ، خسراوخواښې بایددانسان په سترګه ورته وګوري نه دغلام په سترګه ، دمېړه دوفات په صورت کی بایددخپلواکۍ اوازادۍ حق ورکړشي . ددې شیانوپه نظرکی نیولوسره موراوپلارمکلفیت اومسولیت لري چې دخپلولوڼولپاره ترټولومناسب اوښه ازدواجي چاپېریال ولټوي اودپيسواونورومقاصدولپاره دخوېندواولوڼوپرسرتجارت اوسازش ونه کړي . دشادیبازۍ اوغوړه مالۍ پرځای باید علمي ، انساني او حقوقي څېړنوته ارزښت ورکړي اوکله چې غوره نتیجه لاس ته راشي اوتوافق حاصل شي نوبیاباید دشرایطوفهرست په شرعي نکاحنامي کی درج اوددولت داسنادواواوراقوپه ځانګړي ارشیف کی خوندي شي .

خانکیه ، زه په دې پوهېږم چې زمالوردجنجالي کاکا له لاسه په داسې حالت کی لویه شوې چې خپل حقوق نه پېژني خوزه مسولیت لرم چې دهغې سره دژوندپه مسایلوکی مرسته وکړم . خدای دې دجنجالي کاکا ژوندلنډکړي اوخدای دې ددوزخ ترټولوسخت عذابونه دده په نصیب کړي ، ده خوتراوسه دڅوپيسولپاره دډېرونجونوژوند تباه کړې دې اوان ترمرګه یې هم رسولي دي ځکه خوزه ورته خدای په خپل کورکی دوښمن کړې یم ، داسې خلک وجدان ، ابرو، همت ، صداقت ، انصاف اوفکرنه لري بس سرچپه رواجونوپرمونږټولوراتپلي دي اودې حدته یې رسولي یوچې پرمرګ یې خوښي کوو.
خانکیه ، ډېرې خبرې می وکړې ، نپوهېږم چې څومره به پری پوه شوې یې خو درته لنډه به یې کړم . ماته دلوراویاخورترغولوونکي ورکړې اوواده په کورناسته بهتره ښکاري ځکه چې لږترلږه به له جبري ژونداوکړاوونوبېغمه وي . جبري واده خونه څه ګټه لري ، نه راتلونکی لري ، نه د انساني اوحقوقي ارزښتونونتیجه وي ، نه دژوند له کوم معیارسره برابروي . دانسان په حق کی دافامیلي وحشت ، جبراوظلم باید لمنځه ولاړشي . که وحشت ، ظلم ، فامیلي جبرتاسوته پښتونولي ، غېرت ، ننګ اویاهرڅه وي ، تاسوته یې پرېږدم ، تاسوورسره توافق کولای شئ خوزه ددې جرمونومرتکب کیږم نه .
له دې خبرې سره ټت شو، خانکي موبایل بندکړاودټت سره به هرومرویونوې خفګان اوضدیت هم زېدلې وي .
ګل یوسوړاصوېلې وکيښ اوويې ویل : داد پښتنو ژوند دې ، هرڅه پکی په مینه بدۍ ته ووځي . لعنت شه په داسې رسم اورواج.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟