چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبه

بډایانو: اخترمومبارک شه


ښاغلې حامد کرزي صاحب ، تاسواوستاسوډلې ته ترهرڅه مخکی داخترپه خوښیوکی ټول پولاوونه ، سرې شونډی ، سره لاسونه ، موټر، غروبر، زوراو زرنوش جان وایو. نورخوڅوک هسې هم نشته چې د مبارکۍ جوګه وي نوځکه دهغوی په زخمونوبه نورې مالګې نه دوړوو. تاسوته دلمونځ اودروژې په باب څه نشووئيلای ، یوخدای پوه شه اوتاسوچې خپل حق دربخښي کنه ، مونږپری خپلې غاړې نه بندوو خوتاسود وړوکي اخترپه مناسبت په بډایوافغانانوغږ وکړچې دهیواددکؤنډواویتیمانوسره مرسته وکړي نودبنده ګانوپه باره کی هرڅه وئيلې شوو. افغانان خوټول غریب خلک دي نوداچې تاسوپه بډایانوغږکړې ، ښه خبره ده خو کرزې صاحب تاسوهم ماشاالله اوس دهیوادیوبډای سړې یاست ، که لومړې پخپله دفطرصدقه ورکړۍ ، ښایي نورنورکوکناری بډایان اوستاسودؤلتي بډوال تشویق کړي چې دخپلوشتمنیوخیرې په صدقه پریمینځي .
کرزي صاحب ، مونږته معلومه ده چې که ستاسو په غؤږکی ډزهم وشي ، تاسوبه یوسترګک هم ورته ونه وهئ خوزمونږزړونه دومره ډک دي چې بړاس یې په یوه حیدري کووکه ونه باسو په تکلیف کیږوو نواجازه راکړۍ چې داکوکه ستاسوغږ ته درغبرګه کړوواوپه دې توګه یې درواورووچې صېبه ، تېرستا له مرستی څخه ، په بلا یې وله خو په خارجیانونوردوطن خؤيندې اومیندې نورمه کؤنډوه اواولادونه یې مه یتیمانؤه .
کرزي صاحب ، تاسویواځې نه یاست ، مخ وسله والوطالبانوکراموته هم وراړوواوزارۍ ورته کووچې زمونږدوزخي خلکوته په دې دنیا جزانه ورکوي بلکی داخیرت ورځې ته یې پریږدي چې خدای پخپله تری سوال اوځواب وکړي ځکه چې هغه ذات رحمان اورحیم دي، کېدای شي یوګناهګارهم وبخښي . افغانان پوهیږي چې تاسوپخپله په ذکاتونواوغنیمت مالونوچلیږئ نوپه میلیونووږوتږوافغانانوته به څه ډوډۍ ورکړئ؟ که چېرې کرم وکړئ اوبې ګناه افغانان د رزق پيداکؤلوپه جرم ونه وژنئ ، په خوارواوخیراتوجوړشوي ټولګټې تأسیسات وران نه کړئ اوافغان ماشومان دبمونولپاره ونه کاروئ ، الله تعالی به ددې نېک کاراجردرکړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟