لومړې خودأپلتوبلاګ ته په خېراغلۍ ، بیاموپه زړه کی څه ونه ګرځي چې ګنې خدای مه کړه، تاسوچټیاتوته رابولوو، نه ، دومره کم عقله هم نه یوخوکه لږشانې ددې بلاګ اپلتوته ځيرشۍ ، نوپوه به شۍ چې په لؤستوارزي .
ګرانومینه والو، کېدای شي تاسوته به د « أپلتو» اصطلاح مناسبه نه ښکاري خوددې ويي ترشاخوراډېرې خبرې پرتې دي اومافکروکړچې ولی هغه خبرې ستاسوسره شریکې نه کړم !
نودادې ددې لپاره چې ددې ویي ټول اړخونه مومخ په څټ اوڅټ په مخ اړؤلي راړؤلي وي ، أپلتې په لاندې ښاخونووېشم ترڅواړونده أپلتې په خپل ښاخ پوری وځانګي .
۱ – سیاسي أپلتې
۲ – اقتصادي أپلتې
۳ – کلتوري أپلتې
ګرانومینه والو!
تاسوچرت مه خټه کوۍ ، مونږوزګارنه یوچې أپلتې ووایواویایې ولیکووخواړشؤي یووچې دلکنوپه زوردهغوأپلتوپه هکله ځانونه وخؤځووچې مونږيې نه أورووخوهغوی یې راباندې أوروي ، له هغوی نه می مطلب ډېرغټ غټ خلک دي چې دکوچنیانوخبرې کوي .
که له دې لږأخواوګورونودأپلتووسیلې اوچلونه په غږونواوتوروکی اوآن په انځوروونوکی هم لیدلې شوو. اوس نوستاسوخؤښه ده چې په أپلتوکی برخه أخلۍ ، که یواځې یې أورۍ اویا هیڅ هم نه خؤښؤۍ . دادونیاهسې هم څه بل شانې موجوددې ، څوک یې څنګه اوڅوک یې څنګه کاروي ، بیاځينې داسې هم شته چې ددې دونیا په ښېګړوهډوخبرنه دي نوأغه دچاخبره چې نه ځان پېژني اونه جهان نوګیله به څنګه تری وشي ، هه ؟
ګرانومینه والو!
مونږخپله غاړه ازادوواوچې کله هم څوک پورتنۍ أپلتې وولي اویایې ویشتلي وي ، په هغه درنګ تری تاسوخبرووهم اوکه وس موپری برو، نوپه هکله به یې په دوه درې کرښوکی خپل دریځونه هم درڅرګند کړوو.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر