چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۸ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

کرزي ویلي

 کرزې وایي :
امریکایان غلطي کوي چې پر ده باندې په پټه انتقادونه کوي، دا دهیچاپه
ګټه نه ده چې د افغانستان ولسمشردې دامریکایانو ګوډاګی وي . بیاپسې دافغاني دیموکراسۍ په هکله وایي چې په افغانستان کې دډیموکراسۍ دپرختیا لپآره په انتخاباتوکې درغلي حتمي ده.
تبصره :
دانوپه اصطلاح دیوه داسې منتخب چمهوررئيس ویناده چې اته کاله پخواجمهوري خواګوډاګې واوپه فخریې وئيل چې دامریکاګوډاګې دې مګراوس څه وشول چې دیموکرات کیږي مګرله ګوډاکیتوبه انکارکوي ؟ دې درغلي ددیموکراسۍ یوحتمي بنسټ ګڼي . اوس پوه شووچې کرزې دخپل لارښود ، خادم دین رسول الله ، بچه ی سقاوپه پلونوروان و. وایي بچه ی سقاوچې کله کابل ونیوه نواعلان یې وکړچې پس له دې هرچاته ازادي ده چې هرڅه کوي ، یعنې قماربازي ، بچه بازي ، بودنه بازي اوسګ جنګي به نورپه جرمونوکی نه حسابیږي . کرزي خوداجرأت هم نه درلودځکه چې کابل ته بل چاراوستې و، بچه سقاوخوبیاهم یوڅو(واري) خپل امرته شنه کښېنولي وو، وایه دکرزي چې انډيوالان یې په سخته ورځ هم په کارنه شول . خېر، چې څه ووهغه به ووخو، والکه کرزیه داپه کوم کلب کی دې شوګیرکړې وچې داسې أپلتې دې یوخارجي ژورنالیست ته وئيلي ؟ داڅه ګډې وډې وایې ؟ په تېرو۸ کالوکی دی خبرې هم زده نه کړې ، درغلي څنګه ددیموکراسۍ لپاره حتمي وي ؟ دانوستا دیموکراسي ده چې بنسټ یې په درغلیوبناشوې دې ! که دیموکراسي درغلي وي نورشوت ، قاچاق ، غلا، ترور، سړیتختونې اوداسې نورددې رنګه دیموکراسۍ اجزادي . نوهغه چاچې تاسوته رایه درکړې ، هغوی خوداسې دیموکراسۍ ته اماده دي خوهغه دچاخبره ( وابه جان ) هغه چا چې ستاسوپه راتلونکې پنځه کلنې دیموکراسۍ کی ورته ژؤند سخت دې !

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟