چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

دادازادۍ رېډیوده اوتاسې درهین بندېزونه اورۍ

ماچې کله ولؤستل چې دافغانستان داطلاعاتواوکلتوروزیر، رهین افغان ژورنالیستانواورسنیوته امرکړې چې روحاني شخصیتونوته به بدردنه وایاست نوپه دې فکرکی شوم چې دبېچاره عبدالصمدروحاني خوولاکه نوم لاپه خوله واخلي خودابه هرومروچاپه حضرت صاحب پسې یاایت الله محسیني پسې څه وئيلي وي، ځکه چې محسینې صاحب پسې څوورځې مخکی اوازه ګډه شوې وه چې ګنې زنکه بازدې اووزیرصاحب ترې اطلاع حاصله کړېده اوغواړي چې بې فرهنګه رسنۍ په کلتوراوتهذیب برابرکړي خوداپوښتنه هم راسره وه چې ملامحمدعمراخوندیې تری استثناکړې که نه ، نومی نوره لیکنه هم ولؤستله اوپوه شوم چې دافغاني حضرتانو، پيرانو، سیدانواواخوندانودعزت اوابروپکی څه نشته اودابندېزیواځې دهغې مظاهرې په بدل کی لګیږي چې یوڅوځوانانو دخپلوبندي وطنوالوپه ملاتړاودایران داخوندي رژيم پرضد په کابل کی کړېوه . کېدای شي کوم ځوان به داحساساتولمخې وئېلې ووچې « مرګ برخومئني» نوځکه په رهین صاحب بده لږېدلې ده کنه له یوې لسیزې زیات وخت وشوچې امام خمیني غریب مړشوېدې اودچاپه زنده باداومرده بادهیڅ فایده اوتاوان نه وررسیږي ، که ژؤندې وې بیاهم رهین صاحب وئيلې شوچې خدانه کنه خوڅه وکړوچې هغه اوس درهین صاحب اویارانوپه منځ کی نه شته .درهین صاحب په زړه ښه پوهیږوچې دروحانیونوڅومره غم ورسره دې اوکه له خدایه اوځينې نورونه ونه ډارشي نوپه داسې سپکاوي دکابل پوهنتون بندولای شي . درې زره افغان بندیانوڅه غوښتل چې ایران ته لاړشي داخودهغوی خپله ګناه ده چې ګیرشويدي ، رهین صاحب خودبل چاپه کارونوکی مداخله نشي کؤلای دې بل چاته داحترام په سترګه ګوري اوهمدادده کلتوردې

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟