له امریکااوانګلیستان څخه دکرزي اودهغه دکابینې په راستنېدودپلازمینې ، کابل طبیعت هم احتجاج وکړ. خبرزیاتوي چې دکابل په ښارددوړواوبادسخت طوفان راغلې دې چې په سړکونوترافیک ګډؤډشوي دي ، ونې ماتی شوي دي اودسړکونولؤحې هرې خواته بادشوي دي . افغانستان سربېره پردې چې داولیاوهیوادګڼل کیږي ، دهغوتاریخي جنګیالیوروحونه هم پکی ژؤندي دي چې دهریرغلګرسره یې ډغرې وهلي دي . هریرغلګرچې دغه هیوادته راشي ، دورځې لخواورسره ژؤندي ډغرې وهي اودشپې لخوایې پېریان ، روحونه اودتصؤرڅخه لوړقوتونه ډاروي. دیوه هیوادمړي چې دپردیوپروړاندی دومره حساس وي نوڅنګه کېدای شي چې په کورکی ګوډاګي اوخاینان وزغمي ؟ دافغانستان خاوره یوه عجیبه خاوره ده ، دکارمل په څېرګوډاګي ته یې هم غېږه خوره نه کړه اوداموسیندته وسپارل شوچې بېرته یې پخواني شوروي اتحادته ورسوي خوچې په کرزي اویارانوبه څه کوي، یواځې خدای پری خبردې
لومړې خودأپلتوبلاګ ته په خېراغلۍ ، بیاموپه زړه کی څه ونه ګرځي چې ګنې خدای مه کړه، تاسوچټیاتوته رابولوو، نه ، دومره کم عقله هم نه یوخوکه لږشانې ددې بلاګ اپلتوته ځيرشۍ ، نوپوه به شۍ چې په لؤستوارزي . نودادې ددې لپاره چې ددې ویي ټول اړخونه مومخ په څټ اوڅټ په مخ اړؤلي راړؤلي وي ، أپلتې په لاندې ښاخونووېشم ترڅواړونده أپلتې په خپل ښاخ پوری وځانګي . ۱ – سیاسي أپلتې ۲ – اقتصادي أپلتې ۳ – کلتوري أپلتې اوس نوستاسوخؤښه ده چې په أپلتوکی برخه أخلۍ ، که یواځې یې لؤلۍ اویا هیڅ هم نه خؤښؤۍ
چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي
Blog Archive دبلاګ ارشیف
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟

هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر