چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبه

هغوی ته بې له دې هم هیڅ اړتیانه وه

ډېرومعتبروخبري منابعوخبرکړووچې دافغانستان دکورنیوچارووزیر، حنیف اتمراودملي امنیت رئيس امرالله صالح له خپلودندوڅخه اولسمشرکرزي ته خپل پرېښنلیکونه ړاندی کړي دي اواولسمشرهم بې له ځنډه منلي دي. دواړه ګوښه شوي چارواکي دکرزي په کابینه کی دنورووزیرانوپه پرتله خوراډېروخت وچلېدل خوهغه وخت ورته دښاغلي کرزي پنځه واړه حسونه راوپارېدل چې دملي مشورتي جرګې په درشل کی یې ډزې واورېدې اوپخپله پېلیزه وئيناکی یې خلل راغې نوسم له واره یې ومنله چې دادهغه ترء کي اداري اچاربېخؤندي ده چې تاریخ پرې اووښتې دې خودې یې اوس هم په ملت خوري .
په داسې حال کی چې دافغانستان لویې مسئلې کورنۍ چارې اوامنیت دي ، کرزي صاحب دامنیت لپاره داسې یوکس ټاکلې وچې دکابل په زړه کی څوخونړۍ حملې وشوې چې ان دارګ تردروازې هم ورسېدې . دثورد۸ دجشن ملنډ ې ، دکلتورپه وزات یرغل ،دهندسفارت مخې ته د بې ګناه افغانانووینې تویول ، دایکي یوې پلورنځي سؤځؤل اودادې دمشورتي جرګې ترخېمې دحمله کوونکورسېدل یې غټې بېلګي دي . سړې کؤلای شي تصووروکړي چې که چېرې حمله کوونکي خېمې ته په ننوتلوبریالي شوي وای نوڅه به پېښ شوي وای!
دکرزي صاحب لویه بې پروایي اوغلطي هم داده چې په مسائیلوترهغوغؤراواجرآت نه کوي ترڅوچې یې تاوان ده پخپله نه وي حس کړې . بله لویه غلطي یې داده چې دډېرې درونې اوتاواني غلطۍ په صورت کی خپل چارواکي نه مجازات کوي بلکه ترهغه زیات یې نازوي اوبل لؤړمقام اومسؤلیت ورسپاري نوهمداعلت دې چې ددولت په چاروکی نه نؤښت شته ، نه بدلون اونه سمون . هماغه سستې اوبې ربطه کړۍ یوپه بل پسې نښلي اویوبې نتیجې اوبې ثمره تاوېدن رامنځته کوي . زه فکرنه کوم که کرزې صاحب اوس هم داسې مهمومسئلوته متوجه شي خودده بې کفایتي اوبې غوري به دده خپل ځان تاوان ورسوي خوداچې دوه بې فایته اداره چیان یې له دندوګوښه کړل ، کېدای شي په ګټه یې تمام شي . دهيواددامنیت چارې اوکورنۍ ارې خوبې له دې هم دامریکا، ناټو، ایساف اومخالیفینوپه لاس کی دي نودغه فالتومشرانوته څه اړتیاده ؟ اوس نوکه کرزې صاحب لږغوندی تریخې هم ولري بایدبله اداره پری ونه شرموي ، دومره ماموریت یې بس دې چې پایلې یې دکرزي صاحب اودده دادارې په شرم تمامې شوې . نورنوبایدیوڅوتکړه اوباکفایته خلک ولټوي چې که چېرې اخیره خاتیمه یې لږه سمه شي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟