درشوتخورانو، لټانو، خاینانودتنظیم پخواني مشراومشهوراستخاره چي ، صبغت الخارجي مجددا״ بیاپه لویه خېمه کی أپلتې ؤویشتې . کمونستانوبه وئيل چې دشوروي اتحادسرې لښکرې داشراروڅخه دافغانانودساتنې لپاره راغلي دي اوزمونږبین المللي دوستان اومیلمانه دي خوبیاداسې وخت هم راغې چې هماغومیلمنوپه دوستۍ کی په افغانانواوجالبه لاداچې بېرته په خپلوافغاني ګوډاګیانوداسې کانې وکړې چې چنګېزبه هم نه وې کړې . دتره کي ، امین ، کارمل اونجیب سرنویشت هم ددوی هماغونیږدې دوستانووروټاکه. دکرزي رژيم اوتنظیمي ملګري یې هم هماغه دکمونیستانوچمونه کوي ځکه چې خپل خویې نه دي زده اونه یې سیاسي، بشري اوساینسي علوم زده کړي چې لږترلږه دافغانستان جغرافیه ، تاریخ اوددغه هیوادددوست اودوښمن توپيروکړي . بس دشوروي اوامریکایرغلونودمشرۍ ، مقامونواوشتمنیوخاوندان کړل نوخودبه په خوارافغان اولس چې دتعویض اودم دشکرانې اوسرسایې توان لانه لري ، دشتمنویرغلګرواوفایده منویرغلونوپه موجودیت اوخوښۍ چوفوکوف کوي .
ملامجددي فتوه ورکړه چې په خارجي عسکروحملي اووژل یې حرام دي اوګناه لري مګردهغوپښتنوماشومانو،یتیمانو، خوېندو، مېندواوکورنیوپه هکله یې یوه تشه دعاهم ونه کړه چې دده نابللوخارجي دوستانوپه خپل ټاټوبي اوکورونوکی په بېرحمۍ قتل کړي دي . مجددي هم ښه پوهیږي چې خارجې عسکردمجددي دعا، فتوې اومرستې ته هيڅ اتیانه لري اونه ورته څه اهمیت لري بلکې داخومجددي دې چې دامریکااواروپارحم اوکرم ته اړدې اودهغوی په پيسواوڅوکيدارۍ چلیږي اودده دچاپلوسۍ په بدل کی دخپلوګټوتمدیدغواړي خودې دومره سپين سترګې اواحسان فراموش دې چې دافغان اولس هغوښېګړوته یې هم ونه کتل چې په تش چوف اوکوف یې ورسره کړي دي ، ده کولای شول چې دافغان شهیدانویوه غولوونکې یادونه وکړي اوپه دې توګه قرباني شوي پښتانه خوښ کړي . نوچې دومره یې هم په پښتنوپېرزونه ده نونوره دڅه هیله تری کېدای شي ؟ له صبغت الله څخه ګیله پکارنه ده ځکه چې دهغه خپله خوله په بې واکۍ عادت شوېده خودافسوس ځای دادې چې داسې بې واکه ، بې باکه اوبېګانه پرست دافغان اولس دژؤنداوژواک واکمن شوي دي اوپښتانه دومره ناخبره اوپه غفلت کی دي چې بیاهم ددغسې جعلي کوډګرواوتعویضګروموریدي هم کوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر