چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۹ مرداد ۲۱, پنجشنبه

کوڼ زي ته

       له وزن څخه دې خبرنه یوچې څومره به درون یې نوځکه بې ځایه درنښت درپوری نشوتړلې خومونږفکرکووچې نوروټولوته ښاغلې اوافغانانوته خدای وهلې اوشرمېدلې کوڼ زوی صېبه ، عاقبت دی په خېر

پوهیږوچې په ارګ کی ۲۴ ساعته مصروف یاست ، داچې په څه به مصروف یاست ، مونږته مهمه نه ده اوستاسوخپل خصوصیات دي خوکه چېرې امکان ولري اوپه څه توګه یااشاروموڅوک پوه کړي چې داوس زمانې طبیعي افتونه څه بل رنګ دي نوپه باران کی که دبام سرته وخېژې اولږدخپلې قلا خواوشاترنظرلاندی تېرکړې ښه به وي هسې نه چې لکه دلرې پښتونخوادمهاجروغوندی دې سېلاب دکورکالي پاکستان ته ونه باسي بیاولاکه ستا جېلکه اوقراقلي ملي اردواوناټوهم پيداکړي . که چېرې داسې وشي نوپه غم کی به څوک درسره شریک شي ؟ ګومان نه کوم که دااوس درنه تاودمقام اوچوکیویاران درپسې ترپل محمودخان پورې هم منډه واخلي ، نوایاهغه څوک به ستاسره په غم کی شریک وي چې ته هروخت دهغوی په غم اوښادۍ کی شریک شوې وې ؟ داسې خلک خومونږته نه دي معلوم چې څومره به وي خودسرسرهغه راته په تېروڅوکلونوکی معلوم شوي دي چې دګوتوپه شمېردي او تاته زمونږپه نسبت ښه درمعلوم دي . کاش چې یوپکی دسړي ځوی هم وای . له دې خصوصیاتوبه داوس لپاره تېرشوخویوڅوداسې پوښتنې به بیاستاسوڅخه وکړوچې ځوابونه یې ټولنیزدماغ ارامولې شي ځکه چې ټولنیزقهرلاتاسونه دې لیدلې چې لکه سېلاب راووځي اوهرڅه له ځانه سره یوسي خوهغه څوک بچ پاتی کېدې شي چې یاښه لامبوزن وي اویادکیشتۍ خاوندان وي . په منډه کی خوراته معلوم شوې یې چې دهګۍ دډزسره هم الوځې خولامبومولادرته نه ده لیدلې . اوس په هره توګه خودلته خبره دڅوپوښتنوده اوهغه هم له دې کبله چې په پاکستان اوایران کی په میلیونونوافغان کډوال سرپناه نه لري خوستاسوډلې دافغانستان په شړومئيروهم قبضه کړېده نوتاسومونږته ووایاست چې دافغانستان ځمکې ،دښتې ، غرونه ، کانونه او ځنګلونه دچادي ؟ ستاسوله والدصاحب څخه تاسوته په میراث اوقباله پاتې دي که درباني ، سیاف ، فهیم ، محقق ، خلیلي ، قانوني ، مجددي ،عطا، اسماعیل خان ، ګيلاني ، خالص اودوستم پلورنوقباله کړې وچې دافغانستان نوروګړي پکی حق نه لري ؟ ایاتاسوڅوکسه په ګډه افغان ولس ته خپل پلرني شخصي ملکیتونه اودهغوی شرعي قبالې ورښودلې شۍ ؟ که موداکاروکړاوثبوت شوه چې رښتیادافغانستان هرڅه ستاسوشخصي ملکیت دې نومونږبه هغه خولې په سوک ووهوچې ستاسوسره ناحقه دعوې کوي اوکه داسې نه وي اودامریکااونوروغربي هیوادونودلښکرواوپيسوپه زورموپه افغانستان اودهغه په ملي شتمنیوقبضه کړي وي نوبیاخودهغومهاجروکډوالوحق دې چې په پاکستان کی سېلابونوځپلي دي چې ستاسودپلرونوپه هدیروهم ځانته کورونه جوړکړي اوپه هرځای کی چې دملت ځمکې تاسوغصب کړي وي ، ستاسوله شرمخي منګؤلوڅخه وژغوري ،په خپلومنځونوکی یې وویشي اوپه دې توګه دغلو ، خاینانو اودوښمنانوسره دښه عدل اوانصاف نمونه شي . ستاسوپرخلاف هرڅه روادي خولکه رومانیا، پاڅون غواړي اوداسې پاڅون ته مونږټول ډېرلېوال یو؛ که په دې کی که دنیکولای چایسیسکوغوندی ستاسوسره چلندهم وشي نوترټولوښه انصاف به درسره شوې وي اوداروانه ملي غمیزه به هم ورسره پای ته ورسیږي

افغان ولس

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟