چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۹ مرداد ۲۹, جمعه

په واشنګټن کی دافغانستان دسفیرداعلامیې په هکله

دسفیرصېب په ګړدود

توطئه و بهتان علیه سفارت جمهوری اسلامی افغانستان در واشنگتن

سفیرصاحب اوس درک کړه چی دیوه هیوادرسمي نوم جمهوری اسلامی افغانستان دې کنه که پخوایې ورته لږڅه درنښت درلودلای نودې اعلامیې ته به خبره هم نه رسېده

سفیرصېب وایي چې « به اطلاع شما رسانیده میشود که سفارت افغانستان مؤفق ترین سفارت افغانی و یکی از فعال ترین سفارت خانه ها درواشنگتن است »

اطلاع ته اړتیاپاتې نده ، مونږاصلي منظرې ولیدلې خوجوادصېب رښتیاوایي په عکسونوکی موولیدل چې څومره فعال دې اوڅومره موفق دې ؟ دامریکایانوپه ګړدود : وېري سیکسي فیملي

هغه چاته چې رښتیانې خدمت کوي ، رښتیاګناه اوجفاده خوسفیرصاحب دخپلوکارونویوداسې نه انکارېدونکې ثبوت لري چې بیا ووايي « صرف به دلیل خدمتگذاری صادقانه آماج حملات مغرضانه قرار گرفته است » اوله تماموبه ځکه تېرشوچې داسې اطلاق مبالغه ، غلوواودرواغ دي خوکله چې جوادصېب ټينګارکوي چې «چنانکه تمام ویب سایت ها، رادیو وتلویزون ها و رسانه های داخلی افغانی وبین المللی پر از صد ها گزارش بسیار مثبت دربارهء فعالیت های مثمر و جدی و موفقیت های مداوم این سفارت است که همگان می توانند آنرا از طریق انترنت به سهولت دریافت دارند » نوبایدپنځه دقیقې دې تکلیف وګالي اومونږته دې یوڅومعتبرلینکونه اونومونه راوښۍ چې په سهولت یې وګورواوخپل اندونه بدل کړوو.

مونږخوخبرنه یوچې په امریکاکی سفیرصاحب دعادي افغانانوسره څه کړي دي چې هغه وستایو؟ مونږپوره خبریوچې دنیویارک په کونسلګرۍ کی پښتانه دطالبي پاسپورټ په نوم زورېدل حال داچې هماغه دډاکټرنجیب الله دوخت پاسپورتودرباني له انارشي څخه نیولې ترطالبانواواوسنۍ دیموکراسۍ پوری چلیږي . دهغوپښتنوزورول چې اولادونه یې په پاکیستان کی تولدشوي دي اواسنادیې هم درلودل .

دپای خبره داده چې مونږته داسې جعلي افغانان په تېرو۹ کالوکی ډېرښه معلوم شوي دي چې وجدان ، اخلاق اودندې یې څه دي ؟ دوی چې په هیڅ اسره ونه کړه ، حتی دماشومانوپه پاکووینویې هم یوافسوس غوندی ونه کړاوپه بې شرمۍ یې دبېګناه افغانانوقتلول جائزګڼل ، په درواغو، غلااودوکوبه څه وشرمیږي ؟ ایاهمداپه اصطلاح افغانې سفیرنه ووچې پریس کانفرنسونوته یې وئيل چې په بې ګناه افغانانوبمباردجایزدې اوداسې کارونه عادي دي ؟

داهلکې دبوش سره ترټولونیږدې واوتاسوبه یې دمیلمستیا عکسونه هم لیدلي وي ، دلته ورته اړتیانه وینم چې وخت پری ضایع کړم خودې څومره دروغژن دې چې وایي :

«اول: هیچ نوع محفل در ماه مبارک رمضان، امسال و یا در سالیان گذشته در سفارت افغانستان به راه انداخته نشده است

دوم: اتهام شراب نوشی یک کذب محض و بی پایه است و هزاران افغان مقیم امریکا که به سفارت تشریف آورده اند، شاهد اند که تمام شعایر ملی واسلامی درسفارت کاملاٌ مرعی است .

سوم: درسفارت افغانستان هیچ نوع محفل که مغایرشعایر ملی و نورم های دیپلوماتیک افغانی وبین المللی باشد، به راه انداخته نشده است. سال گذشته از سالگرد استرداد استقلال کشور تجلیل به عمل آمد که در آن بیشتر از هفت صد نفر از هموطنان ماحاضر بودند که این محفل در فضای اتحاد، وحدت ملی و صمیمیت به دور از هرنوع تخلف از شعایر ملی و دینی، وبا یاد آوری مبارزان راه آزادی تجلیل شد. و یک تعداد از هنرمندان افغانی که داوطلبانه در محفل سال گذشته

شرکت کرده بودند، فعلاٌ اصلاٌ در امریکا نیستند »

دخنداخبره خوداده چې هغه خاص ۷۰۰ نفراوس په امریکاکی ولی نشته ؟ دا۷۰۰ کسه څوک وو، دڅه لپاره داسې خصوصي اوخاص خلک محفل ته غوښتل شوي وواوچېری ولاړل ؟ زه فکرنه کوم چې سفیرصېب به داسې نمایشي محفلونوته هغه اصلي افغانان ورغوښتي وي چې شپه اوورځ په مزدورۍ پسې ورک وي .

بیاپه پای کی ځان ته داسې تسلي ورکوي :

«هموطنان گرامی ما یقیناٌ متوجه توطئه علیه وحدت ملی کشور و علیه افغان صادق، مؤفق و خدمتگذار افغانستان هستند.»

سفیرصېب ، افغانان دومره ساده مه ګڼه چې غله ، مداریان ، درواغجن اووطنپلورونکي ونه پېژني ، که ته ورته ووایې اوکه نه ، هغوی پوهیږي چې په څه یقین وکړي . ځانته « افغان صادق، مؤفق و خدمتگذار افغانستان » وئيل ثبوت غواړي ، اوفغان ولس درسره ببولالې نشي منلای هغوی اوس نه دي متوجه بلکه پرهغوی د لومړي ناتاره راپه دې خوابیداردي ، ۲۴ ساعته خوب نه لري اوڅوک چې لکه ستاسوغوندی باټې ولي ، هغه ته دتوتوهومره ارزښت هم نه ورکوي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟