افغانستان که دزمرووطن دې
هم دګیدړو، سپواوخرووطن دې
لړمانان، ماران ، غومبسې لري
ماشومچانوچټلووطن دې
ورځ دانسان په ډزاوډوزتېریږي
ټپه تیاره کی دکیرړووطن دې
چې په شابېرته خوشایي رغړوي
دهغوتوروګونګوټووطن دې
پام کوه هېرې خربوزې يې نه کړې
مه وایه یوازې د مولووطن دې
دلته هرشې وي د شلغموپه تول
دناپرسانه حسابووطن دې
کتا ب ، قلم څه ، هیڅ حساب نه شته
وهل بې شمېره دسوټووطن دې
چاته حیا اوګنډي پاتی نه شول
تاسواوخدای ، دادسړووطن دې ؟
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر