چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۹ بهمن ۱۸, دوشنبه

چې په هرقدم کوکناروپوری رسي


چې په هرقدم کوکناروپوری رسي
مالیدلـــــې دې رفتاردپوډریانــــــو


دنورعجیب اوغریب جوړښت ترڅنګ افغانستان یوداسې ځای هم دې چې سم نیم خلک یې ترښوخویونوپه بدوکلک ولاړوي اوکله خوناجائزشیان ترتقد سه هم لؤړکړي ، په دغه ځای کی دژؤندپه پرتله د مرګ سره مینه زیاته وي اوهغه یونیم چې ددغه ځای په کچ کی بېل ژوندغواړي ، له نرخه وتلې شي خوله رواجه نه، یابه سړې کیږي کنه ورکیږي . ددغه ځای نیم خلک نارینه جنس اونیم (نپوهېږم چې څه ورته ووایم ، خلک اووګړي اوانسانان خوبیاهم نارینه نومونه دي اوپه افغانستان کی سړې دنارینواوښځوپه بېلوالي مکلف وي) ښځینه جنس لري . ټول نارینه جنس وسله وال دي خوښځينه بیا بې وسلې دي . پخواوختونوکی چې انټرنټ چانه پېژانده ، ددغه ځای دښځوژوندهم پټ و، دحیااوحجاب ابروهم خوندي وه ، هرڅه چې تېرېدل ، ټول دکورخبره وه خوکله چې دادجولاجال راپيداشو، ښځه وه که نر، ټول پکی ونښتل. وایي له پېښې تېښته نشي کېدې نوچې نشي کېدې راځۍ چې دځينوراپېښو په هکله خبرې وکړو. داچې په افغانستان کی ښې پېښې کمې اوبدې ډېرې زیاتی دي، ددغه هیواد په خلکوپورې اړه لري خوورته دفکرکؤلواړتیازیاته ده ځکه چې مناسبه خوداوه چې ښې پېښې زیاتې وای اوبدې کمې وای خوداسې نه شوي دي ، نه کیږي اونه سړې په زغړده ويلې شي چې ګنې وبه شي ، اوترټولوبده یې لاداده چې که چاپه دې هکله خله چوله کړه ، نوبیابه پرې هیڅکله کلکه ډوډۍ ونه خوري . شوکرخدایه چې داسی یوه وسیله دې هم پيداکړې چې سړې پکی حقیقتونه وئيلې شي، ډک زړونه یخولې شي اونه مجبوریږي چې دیو بې سواده ټوپکوال یوه لوېشت قرقرې ته یوګزووایي . په هره بڼه ، فرض کړۍ چې دافغانستان ټولی ښځې اوټول نران په ګډه دېرش میلیونه دي، له دې څخه به ټول ټال څومره تعلیم یافته وي ؟ که دملګروملتونوپه چوټ یې وشمېروونو(۲۷ ) ملیونه بې سواده وګړي به یې ځواب وي . دادناخبرواونالوستویوغوڅ اکثریت دې چې یواقلیت باسواده هم ورپسی شاته په تلومجبوردي . رښتیاوایي چې اوسې په خوی به دهغوسې . په افغانستان کی له درې لسیزوراهیسې اخوډ ب روان دې ، میلیونونه پکی ووژل شول ، بې کوره اوکډوال شول، ګوډاوشل شول اودپولۍ پړک ته کښېناستل . ددې بدبختیواوبی عدالتیوپړه دچاپه غاړه ده ؟ دروسانو، امریکایانو، ګاونډیانو، نوروکه پخپله دافغانانو؟ وایي روسان باسوادانو راوستل اوامریکایان بې سوادانو. که له دوی پوښتنه وشي وایي مونږنه روسان راوستي اونه امریکایان ، دادواړه په زورراغلي دي . خېر، داچې چاروسان راوستل اوچاامریکایان ، داسپيناوې به قاضیانوته پرېږدواونن به یوه بله موضوع رامخته کړم چې دانن دایران درادیوپښتووېبپاڼې پرمخ لیکل شوي خبرسره رایاده شوه . هلته لیکل شوي دي چې احمدی نژاد وایي چې سږکال او راتلو نکې کال به د ایران د ډیرو فضایی سپوږمکیو د توغو لو کلونه وي . ددې خبرسره رخه راغله ، ماوېل زمونږګاونډیان هم لکه زمونږکورني چارواکي ملایان دي ، هغوی څنګه فضاته دختوکوښښ کوي اوزمونږملایانوته ګورۍ چې که څوک ونې ته دختوجرأت وکړي په ځمکه به یې ومنډي . ملانصرالدین په ایران کی ښخ دې خوهلته یې څوک د طریقې پلوی نه کوي خوپه افغانستان کی دطریقې کلک پلویان لري ؛ دایران ملایان په افینوخلک وژني خودافغانستان دایې نازوي ځکه خوددوی له برکته په لکونوافغان ځوانان نشه ګرځي . ما پخواډېرافغانان لیدلي وچې چرس به یې څښل خودنجیب دحکومت دوروستۍ ورځې پوری مادپوډریانوپه هکله کوم خبرنه واورېدلې اوکله چې مسلمانانوله هغه نه دافغانستان واک ترلاسه کړنوله برکته یې ډېرنوي شیان راپيداشول چې دپوډرماډرنه نشه اولکونه پوډریان یې ښې بېلګې دي .



که سرپری ډېرخوږنه کړواوقیصه رالنډه کړوونوافغانستان هم یودرېپښيزې (اهوبره) جوړکړې وخونپوهیږوچې اوس به چېرې وي ، کېدې شي دوچکالۍ له وجهې کوم ګاونډي هیوادته اووښتې وي خوکه ایران سپوږمکۍ ولري نوافغانستان سره سپږمکي شته ، دوی په فکراوخیالاتوکی له هیچاکم نه دي اودچاپلارهم نشي کولای چې دوی کم وبولي . ایران به په دغوسپوږمکیوڅومره لګښت کوي ، څومره انجینران ، فیزیکپوهان، تکنالوژیستان اوتخنیکران به خپل دماغ پری مصرفوي اوخدای خبرچې پایلې به یې څنګه شي خوزمونږپوډریان په یوه پوڼۍ پوډرواوچرسیان موله یوې بلکې سره لس سلامتې سپوږمۍ الوزولې شي . که ایرانیان یې نه مني ، داګزاودامیدان ، دافغاني چرسیانواوپوډریانوسره دې په یوه ازموینه کی ګډوون وکړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟