چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبه

بز – کشي

 بزکشي



یانې دبزې کشؤل ؛ فکر کوم دالوبه داسلام له نظره ناروا ده خومتل دې وایي سل په لالي پوری دایوه یې دبنګړو. په افغانستان کی دایواځيني حرام نه دي چې ګؤته ورته ونیسو، دګؤتوله شمېره زیات حرام شیان اوکارونه شته نوکه دا ورزیات شي څوک به پری چرت خراب کړي ؟ هلته فرضواوسونتوته هسې هم څوک نه ګوري خوأیا حیواناتوته دارزښت له نظره دا یوه مهذبه لوبه ده ؟ که نه وي نوبیاولې ملي لوبه ده ؟ یوبې ګناه حیوان یې رانیؤلې وي ، دې خوایې کشؤه أخوایې کشؤه اوبیایې په یوه دایره کی غؤرځوه اوبغاری وهه چې حلال می کړ. حلال خوپه اسلام کی اهمیت لري اواسلام ددارنګه ریشخندخلاف دې نودابیا په کوم کتاب اوفرهنګ حلال شو؟ دافغانستان ځینې خلک همدغسې خلک دي چې نه حلال پيژني اونه مردار. ځانونه به کلک مسلمانان هم ګڼي اوترټولوبه یې بافرهنګه اوباتهذیبه هم ګڼي خوورسره به سپک اوبې فرهنګه رواجونه هم لري . نه خدای په خپلوموجوداتوریشخندمني اونه انساني تهذیب خودوی یې کوي . مونږحیران یووچې دسپورت اوتفریح لپاره نورې مهذ بې اودانساني ارزښتونوبرابرلوبې کمې دي چې خبره دې ریشخندته پاتې ده ؟

 


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟