چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعه

خردې خودومره سپک نه دې

 ډېره پخوانۍ قیصه ده ، زه ښؤنځۍ ته روان وم چې راسره ملګري دوه کسه زده کوونکي په څه خبره سره وران شؤل ؛ یوهغه بل ته ووئيل : خره . دې بل په ځواب کی ورغبرګه کړه : خربه ته یې اوخربه دې پلاروي . بس په دې پسې ددواړوهلکانوجګړه ونښتله ؛ زه ددواړوترمنځ شوم ، خلاصون می کاوه . په دې آخوډب کی یونیم سوک په ماهم ولګېدخوداچې په خطایي کی و، ماپری غؤږونه ګراوه . هغودواړوښه یوبل په لغتواوسوکانوووهل او دواړودیوبل خور، مور، پلاراوان قام قبیل هم بې خطابه پرېنښودل. له یوڅودقیقووروسته سره بېل شؤل ، یوهغه بل ته ووئيل چې ځه ، زه درسره نورپه لاره نه ځم ؛ هغه بل ده ته ووئيل چه زه هم درسره ولاکه نورپه لاره یوځای لاړشم . داخولادهلکانوجګړې وی ، مادلویانوجګړې هم لیدلي چې دخره یاسپي په نوم یې یودبل سرونه اولاسونه مات کړي دي . داټول دخره له کبله . له هغوی نه څه ګیله چې کابل ته هم نه ووتللي ؛ مونږچې ټوله نړۍ لیدلې ،بیاهم که چاراته خرووئيل ، نوکه نورموهیڅ له ؤسه ونه شؤل نوداخوبه ورته ووایووچې ورک شه سپيه خوپه نړۍ کی داسې خلک هم شته چې که څوک ورته خراوسپې ووایي ، خؤښ به شي ځکه چې هلته دخره اوسپي ارزښت زیات دې. زه یوه ورځ په جرمني کی له یوجرمني څخه مخکی شوم نوپه غوسه راته ووئيل چې (اوښوانه) ، داپه مادومره بده ونه لګېده خوکه ددې پرځای یې راته (خر) یا (سپې) وئيلې وې نوبې له شکه چې ډېره غوسه به راغلې وې . په سپي پسې هم یوه رښتیانۍ قیصه رایاده شؤه . مونږپه جرمني کی تحصیل کاوه نودرخصتیوپه وخت کی به موپه کومه فابریکه کی کارکاوه . داځل هم رخصتي وه ؛ زه اوقاضي صاحب سهاروختي له کارڅخه راخلاص شوواودلیلیې په لوررهي شوو، دلارې په اوږدوکی مویوجرمني ته پام شوچې دخپل موټرڅخه راکوزېده نویوړوکې سپې تری مخکی راکوزشو، جرمنې چې ورپسې راکوزشونوپاپي سپې یې په غېږکی ونیواوبیایې ماچ کړ. مویوبل ته وکتل اوخلې موورانې کړې چې سپې هم څوک ماچوي ؟ چې طبیعت موبېرته سم شونوما قاضي صاحب ته مخ ورواړاوه اوورته ومی وئيل : قاضي ، ته ددې مخ مونې ته وګوره چې دسړي درڅخه کرکه کیږي ؛ ټوله شپه د د۳۰ مارکولپاره پارسلونه دېخوا أخوازغلولي ، بیخي رنګ دورسره بدل شؤې دې ؛ ستانه خوولاچې دهغه سپي ژؤندډېرښه دې . قاضي وخندل ، په خپل اندازیې راته ووئيل : رښتیاوايې ، ګرانه رښتیا . مونږځوانان وو، اوبیاملګري هم وونودخنداخبره به موچې پيداکړه بیابه مونه پرېښوده ؛ ډېرې ټوکی موورپسې وکړې خودامی تراوسه نه هېریږي چې می ورته ووئيل : رښتیا راته ووایه قاضي ګله ؛ که ته داسپې وې نوخؤښ به نه وې ؟ قاضي بیاوخندل اوویې وئيل چې ګرانه ، سپې دوای خوپه افغانستان کی نه . داسې قیصې ډېرې دي خوچې خبره راڅخه اوږده نه شي نوراځۍ چې په نني وخت کی خروپېژنوواولږپه خپل ګرېوان کی فکروکړووچې دې ذات ته مونږپه سپکه سترګه ولی ګوروو؟ آیا مونږددې مهم ذات له اهمیته ناخبره نه یوو؟ په دې هکله یوڅومستندانځورونه



داهغه خردې چې دجورج بوش له فیل څخه یې میدان وګاټه اوبارک اوباما یې سپينې ماڼۍ ته بوت
ددې سره چې دفيل زورهم ونه رسېد نوبل به دکوم حیوان زورپری برشي ؟ آیا پوخ سیاستوال نه دې ؟


دتروریزم پرخلاف جګړه کی برخه نه اخلي ؟
مینه نه پېژني ؟

اولادنه پېژني ؟
دبل نژادسره تفاهم نشي کؤلای ؟

زیارکښ نه دي ؟
صبراوحوصله نه لري ؟
څوک خره دي ؟
 
دځينوله لاسه يې داحال دې 











هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟