وایي د پخواني شوروي اتحاد مشر، بریژنیف یوه ورځ په پټوکی چکرواهه چې ګوري یوروسې رشقې ته اړم شوې اوخوري يې ؛ بریژنیف پوښتنه تری وکړه چې رشقه ولی خوري ، سړي ځواب ورکړچې وږې دې څه وخوري ؟ وایي بریژنیف خپل جېب ته لاس کړې ، پنځه کپيکه یې تری راوویستل اوسړي ته یې وویل : داواخله ، په رېل کی یوستېشن وړاندی لاړشه ،هلته تازه رشقه ده هغه وخوره .
داقیصه می په خرابات ، ځوانۍ اوپېرزوپوری وکړه . وایي دافغانستان جمهوررئيس حامدکرزي په پاکستان کی خپل سفارتکارته ښوؤنه کړې وه چې دنامتوشاعرامیرحمزه بابا دناروغ ځوی مرادشینواري پوښتنې ته ورشي اوپه ترڅ کی ورته یولک کالداری چې څه دپاسه پنځوس زره افغانئ اویا څه دپاسه زرډالره تری جوړیږي ، هم ورته ورکړي . کرزې صاحب ، په درې ، څلورزره ډالروخواوس په کابل کی کیسه برهم قناعت نه کوي نوته خوغټ سړې یې ، یواځې دتن جامې به دڅوزره ډالره بیه لري؟ ته اوخدای ، ستادشان سره یولک کالدارې ښایي ؟ په دغوروپاټوخودښاغلي مرادصاحب هیڅ درد نه دواکیږي خوتاڅه غوښتل چې ترلاسه یې کړې ؟ شهرت ؟ نوم ؟ که خندا؟
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر