دافغانستان په پارلماني تالارکی
دځانګړې تلوېزیوني کېمرې مخی اوشاته دپارلمارلمانیانوبحث اوپوښتنې روانی وې ؛
دلؤړوزده کړووزیرپارلمانیانوته مخاخ ناست واودهغوی پوښتنوته به یې یوڅه ووئيل . په
ټولیزه توګه ددغې ټولنې ځينوغړوته له خبرووروسته
اوځینوته په هسې کتودسړي وچولې کؤت کیږي خوکله پکی دخنداخبرې اویاکړنی هم
رامنځته کیږي لکه
دااوس دپارلمان دلومړي مرستیال
وړاندیز. نومړي وړاندیزوکړچی پس له دې به استاذان هرې جینۍ ته (۱۵) نومرې دهغه
چاخبره «بې چون وبې چرا» خیرات ورکؤي . وړاندیزنه وسمه دکاڼي کرښه وه ؛ رایګیري مئ ګیري پری ونه شؤه اونه ورته دتوتوهومره ارزښت ورکړشو،
بس لکه خلقیانوغوندی چی هره جینۍ به
په سازمان کی وه ، کامیابه به وه ، اوسني ښوؤنکي هم باید نجونی ناکامی نه کړي .
دافغاني بی چاره جینکوته خوهسی هم څوک دومره وخت نه ورکوي چی یوټولګې دې په دوه کاله کی ووایي . چی په نکاح کی یې څوک
ټولګې ته نه ګوري نوبل به داسی څه وي چی ددوی دپرمختګ مخه ونیسي ؟ خېر، خبره په ځای ده خوماته یې هسې بې ځایه
خنداراوستله اویوه ټپه می هم ورسره
وکړه ؛ ماوېل : غم دې دلالي په سر، مسته دې تازه ګرزي . نپوهېږم چی دابه
چاوېلی وي خوماته یې هسې خؤند
راکړکنه سپې اوسړې په دې پوهیږي چی زمونږپه کوروکلي کی به داخوارانی څه تازه وګرځي
اوڅه مستي به وکړي ؟ دې خوارانوخوکه دخپل واده په ورځ هم ونه ژړل ، سل نومونه به
ورپوری وتړل شي . له دې نه پرته دبورسونوخبرې
هم وشؤې نورښتیا داخوڅه دلوندخؤړخېرات نه دې چی هرڅوک به یې په ناولولاسوخوري ، دابورسونه به مستحقوته ورکؤل کیږي .
داخوڅه دمسواک خبرې نه دي چې ځينی یې دبې
تڼیوکمیس په مخامخ جیب کی کېږدي اوله هراودسماتي وروسته یې په خپل چپ ووخکي کی
وټومبي . دابورسونه خودهغومستحقینولپاره
دي چې په آینه دارتشناب کی غاښونه بورس کوي . نوأې پښتنو، دکافیروسره هسې هم ولاکه
جوړشئ نوپه تندریې ولئ چی خپل بچي ورلېږئ ؟ ګوره خدای درته پراخی
دشتی درکړي ، بېغمه پکی خپلی مېږې څروئ اوپرېمانه شؤده اوشړومبې څښئ . په پای کی
حقوقي مسئلې ته بیاراګرځم ؛ تاسی او خدای دانونومرې دي چې جینکئ پی خوشاله کي ؟
لږترلږه پنځوس شپېته خووای . ښایسته جینۍ ته خوچی له سلونومرونیمه هم کمه
وي ، زه یې لاولاکه ورسره ومنم ؛ په افغانستان کی هسی هم هرڅه اوبوراوړي دي ، نوددوی پی څه ځي چی
سل پوره ورکړي ، اورښتیا تاوان پکی څه دې ؟ څه توری خوپی نه وهي اونه کوم منصب
څوک ورکوي ؛ چې په ښونومروله خېره سره فارغې شي ، ولؤربه یې هم هماغسی زیات شي .
لومړې خودأپلتوبلاګ ته په خېراغلۍ ، بیاموپه زړه کی څه ونه ګرځي چې ګنې خدای مه کړه، تاسوچټیاتوته رابولوو، نه ، دومره کم عقله هم نه یوخوکه لږشانې ددې بلاګ اپلتوته ځيرشۍ ، نوپوه به شۍ چې په لؤستوارزي . نودادې ددې لپاره چې ددې ویي ټول اړخونه مومخ په څټ اوڅټ په مخ اړؤلي راړؤلي وي ، أپلتې په لاندې ښاخونووېشم ترڅواړونده أپلتې په خپل ښاخ پوری وځانګي . ۱ – سیاسي أپلتې ۲ – اقتصادي أپلتې ۳ – کلتوري أپلتې اوس نوستاسوخؤښه ده چې په أپلتوکی برخه أخلۍ ، که یواځې یې لؤلۍ اویا هیڅ هم نه خؤښؤۍ
چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
Blog Archive دبلاګ ارشیف
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر