خدای دې نه راښئي خو یوتازه انځورته می ورپام شوچې دبټوسترګوډاکټرپکی دشنې ستنې څنګ ته چې یوخوایې شین بوټې اوبل خوادبئیرغ شنه ټوټه لیدل کیږي دخپلې نیلي رنګه درېشۍ په جېب کی شین دستمال ټومبلې اوشنه ټای (نېکتایي) یې غړۍ ته ځؤړنده ده ، ښکاري . اورېدل کیږي چې په دې ورځوکی بیادامریکا په سفروتلې دې نوخدای خبرچې بیابه یې څوزره ډالرپه څان لګؤلي وي . زمونږرخه په دې نه ده چې ولې دومره زیاته بدخرچي کوي خوزړوونه مودرزیږي چې بیابه یې دکوم یتیم له خولې مړۍ تښتولې وي اویابه یې کوم یتیم تښتولې وي اودبرمتې بدل به یې لاس ته راوړې وي ځکه چې داسې کارونه هم په کاکګۍ کوي . زماخوهغه وخت پرې باوروشوچې دامریکاپه کلیفورنیاایالت کی یوې افغانې مېرمنې مخامخ ورته ووئيل چې لس میلیونه ډالردی غلاکړي اوډاکټرصاحب هم ورغبرګه کړه چې « خوب کدم ». په داسې شیانوبه څه سرخوږووځکه چې ډاکټرصاحب یواځینې غل نه دې چې په خپله نېکتایي یې ځندۍ کړو، داسې نورډېردلنګوټو ، پکولونو اوقراقولیګانووالاهم شته چې په خپله لونګۍ ځندۍ ، په پکول اوقراقولي دساه بندۍ لایق دي خودده خواوشاشین چاپېریال ته پام واوښت اوداسې ګوماني یې کړوچې داځل څه په فکرکی ورلوېدلي دي چې داځل دشنومینه وال شوېدې . داچې دشنوپه نوم ښۍ اوکین سیاستونه هم شته ، څرګنده لانده چې دې به کوم اړخ ته تاوشوې وي کنه خووایي چې نوې ائتیلاف یې جوړکړې دې اونوم یې « تغیروامید» ورته ایښې دې اوماچې خبرښه ولؤست نوراته جؤته شوه چې ترچارکه پکی کم هم نه شته خوهغه پخواني چارکي ، نیمني اویومني پکی ترخرواره راټول شوي دي . له ۱۹۹۲ کاله راپدیخواددې ائتلاف نومونه بدلیږي رابدلیږي خوتراوسه یې دچيټاکۍ هومره څه نه دي کړي نوپس له دې به دتلې کومه پهله درنه کړي ؟ یومتل دې چې وایي کارغه دزرکې تګ کاوه خپل تری هېرشو. دې هم دښاغلي اوباماپېښې کوي بدلون ـ بدلون ډېریادوي خوکاش چې څوک تری وپوښتي چې ښاغلیه ته خوداحمدشاه مسود سره په نظارشورا، داستاذرباني سره په جمیعت ، اودکرزي سره په دیموکراسۍ کی کلک همکاروې نوداټول چې دخپلوعادتونوپه سبب ناکامېدل اوتردې حده رسېدل چې عام افغانان یې په سیوروهم ډزې کوي ، تادهغوی ته دخپلوعملونودتغیرمشوره ولې نه ورکوله ؟ ته په کوم امیدیې چې د افغانستان په کومه برخه کی به تغیرراوستلای شې ؟
ښاغلیه ، خبره داده چې که په افغانستان کی دملي مسائيلوتغیردومره اسان وای لکه ستاددریشي اونېکتایي ادلون بدلون نودنړۍ د۴۰ هیوادونولښکروته په افغانستان کی څه اړتیاوه ؟ اوس موبایددرک کړي وي چې اوس هغه عبدالله نه یې چې تورې به درته لالاوهلې خوغټې غټې مړۍ به تاوهلې
ښاغلیه ، خبره داده چې که په افغانستان کی دملي مسائيلوتغیردومره اسان وای لکه ستاددریشي اونېکتایي ادلون بدلون نودنړۍ د۴۰ هیوادونولښکروته په افغانستان کی څه اړتیاوه ؟ اوس موبایددرک کړي وي چې اوس هغه عبدالله نه یې چې تورې به درته لالاوهلې خوغټې غټې مړۍ به تاوهلې
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر