له ۳۹ نمبرڅخه په کابل کی کرکه
دافغانستان څخه اوس دملانصرالدین قبرجوړشوې دې ، درې خواوته یې دېوالونه ، نه شته خویوې خواته یې جګ دېوال ، پکی غټه دروازه اوورته ښه غټ قلپ ځوړنددې . نه یواځې دا، دملانصرالدین کارونه ، دشرم کارونه او دبې عقلۍ کارونه هم پکی روان دي . ددې ټولوقیصې به دچاپلارهم ختمی نه کړي خوسړې کولې شي چې دخندا، شرم اوبې عقلیوڅخه یو، یومثال وړاندی کړي لکه دخندالپاره دپارلمان جلسې ، دشرم لپاره قماربازي چې ان خپلې لوڼې اوخوېندی هم پکی بایلي اودبې عقلۍ هغه ته ښه ځيرشۍ .
نپوهېږم چې خوښي یې وګڼوکه غم خواوس په کابل کی دموټروډېرښت هم لوی غم دې اودکوڅودچټلتیاسره دکابل فضاهم چټله شوې ده اونه رغېدونکي رنځونه یې هم ډېرکړي دي . دکابل فسادیان خوښ دي چې هره ورځ دموټرودپلېټ له نمبروهم ډالرګټلې شي . که څه هم په داسې یوګړوازهیوادکی لکه افغانستان ، ترافیکي پولیسواوترافیکي نښوته اړتیانشته خوپه دې نوم دفترونه شته اود نوروفسادي جالوپه پرتله پری دخلکوښه ګڼه ګوڼه هم وي . څوک چې خپل موټرته دنمبرپلېټ اخلي ، ډېرکوښښ کوي چې د (۳۹ ) نمبرپکی نه وي . دانوددوی دفهم اودسويې یوداسې عدددې لکه دانګلیسي (69) یا د (6) عددونه چې دجنسي اړیکولپاره مشهورشوي دي . دانګلیستان، هند اوپاکیستان په جنایي قوانینوکی به د (۴۲۰ ) ماده دهغوخلکولپاره کارول شوی وي چې اخلاقا په هرشرم اوفریب کی ماهرین ووخوکه څوک یې په افغانستان کی چاته ووایي نوخله به ورماته کړي . داخودخدای فضل دې چې په پښتوکی هغومره تاثیرنه لري لکه څومره چې په فارسي کی دماغ پاستروي ، که څوک چاته ووایي چې (څلورسوه شل) یې ، ښایي پری پوه نه شي خوکه چاته وویل شي چې (چارسدوبیست) نوحملې ته بایدتیاراوسي . دادهندي فیلمونوبرکت اوروزنه ده چې لومړې کابل اوبیا نورهیوادته خپره شوې . په افغانانوسړې ډېرکارونه کولې شي ، دخره په ککرۍ که ورته څوک زیارت جوړکړي اوجنډې پری ولګوي ، هم پری باورکوي چې کوم مړنې ولي به وي اوکه چاورته وویل چې واا، کاکا، داخوولي نه دې ، خردې نوکه نوره وسه یې بره نه وي نویوڅوښکنځاخوهرومروکوي . همدغسې کوم لوچک د(۳۹ ) نمبرپه هکله یوذهنیت رامنځته کړې چې ګنې د انمبرکومه غلطه معنالري نوبس د فسادیانوغوالنګه ده ، په ترافیکومدیریت کی که چاډالرې ورکړې نودموټرپه پلېټ به یې د (۳۹ ) نمبرنه وي اوکه څوک ناخبره اویاغریب وي ، رشوتخورانوته ډالرنه شي ورکولې نود(۳۹ ) نمبربه یې په نصیب وي اوچې په موټریې ونښلوي اودکابل په کوڅوکی یې وچلوي ، په ډېروځایونوکی به د کوڅه ډبوله لاسه دومره تنګ شي چې خپل موټرپه نیمه بیه خرڅ کړي . په دغه هیواد کی ځينې خلک داسې خاصیت هم لري چې په نه خبره جګړه کوي ، کله خوبې له سوچه هم جګړه کوي اووروسته پری فکرکوي چې دادومره اخوډب مودڅه لپاره وکړ. داسې خلک هم وي چې یوبل ته به تاویږي ، بل به یې راټينګوي اودې به وايي ورپرې می ږده ، چې ځان می پری نه وي ... ولاکه یې پرېږدم . دماشومانوسره لواطت کوي ، قماربازبه وي ، چرسي به وي ، سپي اوچرګان به هم جنګوي ، پروایې نه وي خوبیاچې دتهذیب اونژادخبرې شي نوبیاهمداټول لوچکان له (اریایانو) کم نه وي ، بس نوربه څه نه وایم خودومره وایم چې واا، وروره ، ښه به نه وي چې لږخبروته فکروکړۍ ؟ د(۳۹ ) عدد نوکومه بده معنا لري ؟ ولی به خراب وي ؟ داخودهرچا په پوهه پوری اړه لري چې له یوشي څخه څنګه مفهوم اوبرداشت اخلي . « دره ، بادرنګ ، مولۍ ، کدو » ښه سم شیان ، نومونه اوویونه دي خوکه څوک یې په سپکوخبروکی کاروي نوګناه ددې شیانوده که دکاروونکي ؟ خدای دې تاسوچنګړوته هدایت وکړي کنه په دنیاکی به خندا اوشرم داسې کارنه وي چې په افغانستان کی نه وي . که زماوس رسېدلې ، همداد (۳۹ ) نمبرمی دفسادمشرکرزي په موټرلګاوه خوارمان چې وس نه لرم نو.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر