که ته دافغانستان له خاورې څخه داسې نابودشې چې هډوقبردې هم معلوم نه وي ، په تابه کوم امریکایي یاانګرېزیوه اوښکه تویه کړي ؟ ځه ، داخوهغه خلک دي چې نه په قام ورسره شریک یې ، نه په نصب اونه په دین ؛ دې خپلومسلمانوګاونډیوته فکروکړه . که ته سپېره لانورهم پسې داسې سپېره شې چې یوه ورځ دې له ولګې چینګې داړې نیولی وي اوقس ساه درنه وخېژي ، همدغه مسلمان ګاونډیان به درباندی خفه شي ؟ امریکایان ، انګریزان ، پاکستانیان ، ایرانیان اونورستا په څېرغوول اوشړنه دي چې پردي غمونه پرسراخلي ، دهرچا جګړې ته په اشرورځي اوپه بدل کی پری دچاسپېرې خاوری هم نه پېرزوکیږي . همدغه یې علتونه دي چې سپېره پښتون په اسمان ستورې اوپه ځمکه سورې نه لري . دوی په ویاړدنوردوښمنیانې په سراخلي اونتیجه یې داده چې اوس یې ټول جهان ځانته دوښمن کړې دې .
اې غوول افغانه !
که ته په لعلوجواهروډک افغانستان کی نه یې ، دامریکایي ، انګرېزاوددوی غلامانوته به دخوښۍ ځای نه وي چې داټولې شتمنۍ ورته په لاس ورشي ؟
که ته له دې وروسته هم غوول پاتی کېږې ، دپرمختګ ، علم ، تخنیک ، روغتیا ، بدني روزنې اوتعلیم سره هماغسې دوښمني پالې قاتیل یې ، رشوتخوریې ، فسادي یې ، شراچوونکې یې نوته خوبیایومیکروب یې، ستانه څه هیله کېدې شي ؟ نوالله دې ژرژرله دې نړۍ ورک کړه چې ټول درڅخه بېغمه شي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر