چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

راسه محسنه ، له افغانانوهم واوره

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وړاند ؤينه کوي چي په روان کال کښي به په افغانستان کی جګړه وروستي حد ته ورسيږي اویوه ګړۍ به هم دکرارۍ وخت نه وي

المان غږرادیووېبپاڼه

له ده څخه دافغانانوپوښتنې :

ولې اوڅنګه پوه شوې ؟؟؟؟

ایا دابه ستاسودنوې ستراتیژي که نوي جګړه ایزپلان برخه وي ؟؟؟؟

ایا داپه دې معناده چې طالبان قوي شوي دي ؟؟؟؟

ایادوسلواوجګړوپه لابراتوار(افغانستان ) کی نوې تجربې کیږي ؟؟؟؟

ایا دوسلوبې وجدانوتولیدوونکوله حده زیاتې وسلې تولیدکړي دي ؟؟؟؟

ایادخپلوجګړه ایزواوغارتګروموخولپاره مومملکت ناپرسان په لاس درغلې اوپرېښودونکي یې نه یاست ؟؟؟؟

ایا تاسوجګړه اوشرزیاتوئ ؟؟؟؟

اې غربي ټوپکي ، درښتینوافغانانوخبردارې هم واوره !

که دې داناولې جګړه بس نه کړه ، که دې دافغانؤژنې څخه لاس وانه خیست ، که خپل اودبل پوله دې ونه پېژانده ، که دې خپلې پښتوندوښمنۍ ته دوام ورکړاوکه بیادې پښتنې مېرمنې دخپلوبچوسره قتل کړې نوته به هم په خپله بستره کی ارام خوب ونه کړې !

راسه محسنه ، دا قتلونه اوورانؤنې نوربس کړه ، داراپاتې کوډلې نورې مه راورانوه ، پښتنې مېندې مه بوروه ، پښتنې مېرمنې مه کونډې کوه ، هدېرې مومه راپراخوه ، ورځې مومه راتیاره کوه ، شپې مومه بې خوبه کوه اومعیوبین مه رازیاتوه .

نورمجبوریې چې خرواري بمونه ، بیالوژیکي اوکیمیاوي وسلی دې له افغانستان څخه وباسې ، طبیعي چاپېریال هم په چټلیوولاړه ، افغانان نوردخپل نسل دبقالپاره پاکو اوبو ، پاکی هوا اوپاکو خؤړوته اړتیا لري ، نه ستا جعلي جګړې ته ، نوردې نه غواړي

راسه محسنه ، دافغانانوخبره هم واوره . دادې ستاسوهم لس کاله پوره کیږي ، اوس هم سر وخت دې جګړه بس کړه کنه دروس په رنځ به اخته شئ


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟