چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۹۰ فروردین ۱۹, جمعه

شهرنا پرسان ته سفر

وایي په پخوازمانوکی کوم استاذ به هروخت خپل شاګرد ته د (شهرناپرسان) خبرې کؤلې . یوه ورځ تری شاګردپوښتنه وکړه چې استاذه ، داشهرناپرسان چېری دې ؟ استاذ په ځواب کی ورته ووئيل چې ماپه دې هکله اورېدلي دي خولالید لې می نه دې اونه پوهېږم چې چېری به وي نوخؤښه دې نه ده چې دواړه یوځای ورپسې په سفرووځوواوپيدایې کړوو؟ شاګردپه ډېره لېوالتیا دخپل استاذخبره ومنله اوله تءیارۍ وروسته دواړه په سفرووتل. پخوابه زیاترو خلکوله یوځایه بل ځای ته پیاده مزلونه کؤل نودوی هم له څه مودې مزله وروسته یوښارته ورسېدل چې ګوري په یوه لوی میدان کی په زرګونوخلک راټول شؤي دي ، پاچاپه لؤړځای کی په تخت ناست دی اوساتونکي تری دتوورواوډالونوسره چاپېرولاړدي اودڅه انتظارکوي . استاذاوشاګردهم دتماشې لپاره په یوځای کی ودرېدل اویوبل ته یې ووئیل چې دابه څه خبره وي چې پاچا اودادومره خلک په دې ځای کی راټول شؤي دي خوچی په میدان کی یې هرخواته سترګی وغړؤلی نودپاچامخامخ یې ددارپړې ولید اوپوه شؤل چې هرومروبه څوک په دارځړؤل کیږي ځکه دادومره خلک راټول شؤي دي . شېبه لاتېره نه وه چې نغاره وډنګېده ، باچا ته په تعظیم یوسړي ووئيل چې باچابلادواخلم ، ستاسوددرباراوعدالت امرته هرڅه چمتوودي . باچا ددغه خبرسره امروکړچې مجرم دپه داروځړؤل شي . دباچادامرسره څووسله والویوببرسرې دلؤړړدارتختې ته کش کړاود مجرم غاړې ته دتیارې جوړې شؤې حلقې وراچؤل پېل شؤل . استاذاوشاګرلاتردغه دمه په هیڅ خبرنه دي خویوببرسرې ویني چې لاسونه یې شاته تړل شؤي اوددارد حلقې لاندی درؤل شؤې دې اویوه ډله وسله وال تری تاودي اوکوښښ کوي چې ددارتیاره جوړه شؤی حلقه یې غاړې ته ورواچوي اودداربش ته یې پورته کړي په دې کی ډېروخت تېرشونوباچا له جلادانووپوښتل چې ولی پکی ځنډ کوي ، یوجلادباچاته په تعظیم شواوویې وئيل باچابلادواخلم ، مونږډېره خواري پری وکړه خود مجرم سرډېرغټ دې اوحلقه پکی نه جوړیږي، نپوهیږوچی څه وکړوو؟ باچاورته امروکړچی مجرم پرېږدي اوحلقه دې په نندارچیانووګرځوي ، دهرچامرۍ ته چی پرېؤځي ، هماغه دارته کش کړۍ . بس دباچادامرسره جلادان د نندارچیانوپه کتارورسم شؤل ، دهریوه په سرکی ددارحلقه تجربه کوي ، دچاپه سرکی غټه وخیژي ، دچا په هغه کی نه جوړیږي چې په دې وخت کی شاګرد خپل استاذ ته مخه کړه اوپه وارخطایي یې ورته ووئيل : استاذه خلک مونږته رانیږدی کیږي ، هسې نه چې ددارکړۍ زما یاستا په سرکی جوړه شي نوبیابه څه کوو؟ استاذورغبرګه کړه چې داهماغه ښاردې چې زه اوته پسې ګرځووخوزماخبره واوره: که حلقه ستا په سربرابره شوه زه پوهېږم چې څه وکړم خوکه زما غاړې ته برابره شوه نوته راپوری کلک ونخله اووایه چې ته راڅخه والله که لاړشې ، زه ځم . که باچا درڅخه پوښتنه وکړه نوورته ووایه چې باچابلادواخلم ، داسړې چې په داروځړوۍ نوشهید کیږي اوشهید بې سوال اوجوابه جنت ته ځي اوهلته به دحورواوغلمانوسره مزې کوي اوزه به په دې دنیا خواروزارګرځم . اوس راته دجنت مفته چانس برابرشوې دې اوداچانس له لاسه نه ورکوم . بس ددوی دخبروسره جلادان هم ورورسېدل اولومړې یې ددارکړۍ داستازپه سرتجربه کړه اوورسره برابره وخته . بس جلادان ونیواودارته یې کشوي خوشاګردیې ورپوری نښتې دې اوځان وژني چې یوخدای به دراڅخه خلاصوي انسانان خودې رانه ولاکه بوځي . باچاچې ددوی کشوګیرولیدنوله جلادانویې پوښتنه وکړه چې دغه سړې څه غواړي . جلادانوباچاته ووئيل چې باچا خدای دې د دنیا اواخیرت باچایي ستاسوروزي کړي ، داکوم یوچې مونږنیولې دې ، ډېرخؤښ ښکاري چې په دارشي خودابل یې نه پرېږدي اووایي چې زه ځم . باچا چې داواورېدل ، امریې وکړچې دواړه زما حضورته راولۍ . جلادانوهم امرپرځای کړاوشاګرداواستاذدواړه یې دباچا مخې ته ودرؤل . باچا له استاذه پوښتنه وکړه چې ته ولې دومره خؤښ وې چې په دارشې اوشاګردته یې ووئيل چې ته ورسره ولې جنجال کوې ؟ دشاګرد ځواب هم استاذورکړاوویې وئيل : باچا خدای دې داجنت ستاسوپه نصیب هم کړي خومونږله فلاني ښاره دخدای درضالپاره راوتي یوو، زماملګري بیګاخوب لیدلې دې چې ستا عسکریې دحوروپه لاس ورکوي اوهغوی یې جنت ته بیایي خودخدای رضابه وه چې ستا عسکرودده په ځای زه جنت ته روان کړې یم نوځکه زه خؤښ وم اودې خفه و. باچا چې داواورېدل نودوی ته یې په ډېره عا جزۍ اوزارۍ ووئيل : که زه درته داخپل تخت درکړم نوماته به جنت راپرېنږدۍ ؟ بیا ورته استاذورمخته شواوپه تعظیم یې ورته وئيل چې باچا صېب ، داخودقیصمت خبری دي خودخدای له قدرتونوداسی ښکارېده چې زه یې جنت ته لېږلم خوچې تا سووایاست نوستاسودهیلې په وړاندی به زه څه وکړوو؟ بس تاسوته دهغه جهان دباچاهي مبارکي وایوواومونږبه په دې باچاهي ګوزاره وکړوو، بله چاره نه لروو. تاسومهرباني وکړۍ ، جنت ته له تګ څخه مخکی ټولوفؤځیانوته امروکړۍ چې زمونږاطاعت وکړي اوستاسوڅخه وروسته ما دباچا په توګه ومني . باچاهم په خوښۍ استاذته خپل تخت وسپاره اوخپلوفؤځيانوته یې نوې باچا ورمعرفي کړ. استاذچې دباچا په تخت کښېناست نوجلادانوته یې غږکړه چې هلکو، په باچا دجنت دتګ مه ناوخته کؤۍ ، حورې به ورته په انتظاروي ، ژرژرکوۍ . جلادانودباچا غاړې ته ددارکړۍ اچؤله خودده په سرکی هم نه برابرېده نونوي باچاته یې ووئيل چې بلاموواخلو، کړۍ دباچا په سرکی نه برابریږي ، څه وکړوو؟ نوي باچا په غوسه ورته ووئيل: ماته ښکاري چې ستاسوپه باچاباندی حورې اوجنت نه پېرزوکیږي ځکه آغه دا کوۍ ! بل پړې غاړې ته ورواچؤۍ خوچې په باچا ناوخته نه شي . ددې امرسره جلادانودباچا مرۍ ته پړې ورواچاوه اوپه داریې کړ. استاذخپل شاګردڅنګ ته کښېناوه اوپه غؤږکی یې ورته ووئيل : ودې لیده ، دې ته (شهرناپرسان) وایي ، زه باچایم اوته می ددفاع وزیر، څه چې دې زړه غواړي ، هغه کوه ، پوښتنه نشته

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟