چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۹۰ خرداد ۱, یکشنبه

پرون دنیاورانه نه شوه خو...


هغه بله ورځ ځینومذهبي عیسویان دامریکا په سړکونوپوسترونه ځلؤول چې پری لیکل شوي ووچې سباد مۍ ۲۱ نېټه ده اوپه همدې نېټه به دمازیګرپه ۶ بجودنیا ورانه شي . داخبراودځینوعقیدوي عیسویانوسره مرکې هم په انګلیسي اوهسپانوي تلویزیوني خبرونوکی خپرې شؤی خودغه ورځ لکه دنوروورځوپه څېردمازیګرپرشپږوپه عادي حالت ورتېره شوه اودشپې په لورروانه وه . له دې څخه ښکاري چې ددنیاغونډارې هم په نورمال حالت په خپل مدارکی چورلي . زه چې همدااوس دامریکادنیوجرسي ایالت په یوارزان بیه موټل کی دالیکنه پېلؤم ، مازیګردې اوله هغې نېټې څخه یوه ورځ تېره شوه چې عیسوي ډلګۍ پکی ددنیا دورانېدوانتظارکاوه . زه چې دموټل دزنګینې وړې کړکۍ شاته په یووړوکي مېزکمپيوټرته ناست یم،بهرشین چمن اوترڅنګ یې دځنګل شنې ونې لیدلای شم . د چمن په منځ کی یوڅوسارانۍ هیلۍ دخپلوبچوسره ګرځې ، په بل کونج کی یې یوه غرڅنۍ څري . پرون نه هغه بل پرون چې کله دکرایې کوټې له لټون څخه دموټل کوټې ته راوګرځېدم ، دوه بجې وې، جېب ته می لاس کړچې کیلي راوباسم خوپه جېب کی نه وه ، ډېره می أاخوادېخواولټؤله خوومی نه مونده ، دکوټې کړکۍ ته می پام شو، ومی لیدل چې دکړکۍ پرده می نیمکښه پرېښودې نوله نیمکښې پردې څخه می دکوټې دننه نظرواچاوه اوومی لیدل چې کیلي رنه دمېزپه سرپاتی شوېده ، په دې بیا هم خؤښ شم چې رانه ورکه شؤې نه وه . په تادۍ دموټل دفترته رؤان شوم ترڅوبله کیلي راوړم اوؤرپی بېرته کړم . په برنډه کی ورروان وم ، زما له کوټې څخه درې کوټې وړاندی یوې ځوانې حامله مورهیلیوته سیرئيل اچؤل ، دبچوسره ټولې هیلۍ پری راټولی وې ؛ ټان ټوویې وړکړې و؛ که څه هم داهیلۍ نه دي ، له هیلیوڅخه غټې دي اوامریکایان یې (ګووس ) بولي خوزمونږپه دواړوژبوکی ورته نوم نه پېژنم اونه دارنګه الوتونکي زموږپه هیوادکی شته ؛ په هره توګه ، ترڅنګ یې په تېرېدو،اومېدواری موردګاونډ له کبله راته په انګلیسي «های» ووئيل ، ماهم په ځواب کی ورته (های ) کړه اوتری تېرشوم خوهغې راپسې داهم ووئيل : دابچي څومره په زړه پوری دي . مخ می ورواړاوه ،ماوېل رښتیا چې مینه جلبوي اوددې سره تری لاړم . کیلي می راوړه ، کوټې ته ننؤتم خودهیلیواوبچوسره یې دهغې ځوانې اومیدواری مورمینې یوه شېبه په فکرکی کړم ، له دې ځایه یې خپل هیوادته بوتلم ، د هیلیوښکاریې راپه زړه کړ، په هوا هم دچانه نه خلاصېدې ؛ له ځانه سره می وېل چې ګوره ، دلته سارایي مرغان هم له انسانانوڅخه نه ډاریږي خوهلته به سارانۍ هیلۍ دشپې په تیاره کی الوتلی . سارایي مرغان خوڅه کوۍ چې کورني هم زمونږپه خوی خاصیت پوهېدل اواسانه به یې ځان نیؤلوته په لاس نه ورکاوه . زمونږکره به چې کله مېلمه راغې نوکورنې چرګ به مومخکی کړ، په ټول کلي کی به موځغلاوه ترڅوچې چرګ به هم له پښووغؤرځېداومونږهم ؛ بېچاره به په داسې حال کی چې تیګه به یې وهله ، د یوې تېرې چړې سره به موکوم مشرته وروړچې حلال یې کړي اومېلمه ته یې پوخ کړوو. دلته خوسارایي مرغان هم له سړي نه تښتي ، لادرپسې وي چې څه راواچوه . بیا می دې ته هم فکرشو، ماوېل که دامریکایي فؤځيانودیرغل سره نه وي بدل شوي نوزمونږپه خلکوکی خوهم داسې ښه عادتونه ، رواجونه اوکارونه وو چې دلته په امریکاکی نشته . دلته تماشه هله جوړه شي چې په کوم ایالت کی درې څلورموټری پولیس په یوه داسې موټرپسې ورپسې شي چې ورته تم نه شي اوتری وتښتي ، دپولیسودموټرو، واغ واغ ټول ښارپه شوراخیستې وي ، هرڅومره چې پسې واغ واغ ، کوي ، هغومره فراري موټروان خپل موټرته سرعت ورکوي ، کوڅه په کوڅه ، سړک په سړک اوپه سمه اوشړه یې وزغلوي ، ترڅوچې یادبل موټرسره ټکروکړي اویایې موټرورته په مړدک وولي اوله چلښته ووځي ؛ نوکه فراري موټروان ژؤندي پاتې شي اوویې نیسي ، تالاشي یې واخلي اوکومه پوڼۍ چرس یاهیروئين ورسره نه وي نویا به یې لایسنس نه درلود یابه یې موټرغلاکړې وي، یابه تومانچه (تفنګچه) ورسره وي اویابه یې بل جرم کړې وي . ددوی داصحنې کټ مټ زمونږدچرګ نیؤلوغوندی وي . که څه هم پولیس مجبوروي چې داسې نیؤنې وکړي خوځینی وختونه داسې هم پېښيږي چې دومره شور، غؤغا اومنډې په دې ونه ارزي لکه څومره چې یې په پایله کی مالي اوځاني تاوانونه رامنځته کیږي .ددې بېلګې څخه می موخه داده چې که مونږپه یوڅه کی کمزوري اوملامته یونودوی په بل څه کی کمزوري اوملامته دي ، که په مونږکی دبې سوادۍ له کبله یونیم مولا نااړمه پيداکیږي نوپه دوی کی دتعلیم سره سره بې خوده هم پيداکیږي چې اپلتی وايي . مونږبی له شکه چې مناسب اقتصاداوورسره جوخت مناسب ژؤندنه لرووخوپه قضاوت ، فکر اوتحلیل کی مودومره توپيرنه شته ، په مونږکی هم ښه خلک اوبدشته اوپه دوی کی هم ، مونږهم مذهبي لېؤني لروواودوی یې هم لري . داانصا ف نه دې چې دوی خپل مذهبي افراطیون نه ویني خوهرمسلمان ته دافراطي په ترګه ګوري . نن عیسوي دروغجنودې ته وهڅؤلم چې په مذهبي درواغواورښتیاوڅه ولیکم .
که ددنیاورانېدوته دلېوالوعیسویانوپه خؤښه وای نوپرون شپږبجې به هرڅه پوپناه شؤي ووخولوی رب دهغوی خؤښې ته ونه کتل اونن هم دې ښکلې دنیا هغه بدرنګه په خپله غېږه کی نؤلي دي ؛ خدای خبرچې الله به کله ددې سیارې دنابودۍ فیصله کوي ، دهغه ذات فیصله نه بدلېدونکی ده اومونږپه دې کلک ایمان لرووخودههېښتیاخبره داده چې خدای خویواځې خپلوپېغامبرانوته وحې استؤله نوداچې دحضرت محمد(ص) له وفات څخه راوروسته نه په یهودیت اونه په عیسویت کی کوم پيغامبرراغلې دې ، عیسوي ډلګۍ دخدای له فیصلوڅنګه خبرشؤې وه چې خدای دنیاورانوي ؟
دپښتومتل دې وایي ( د روغ وایه خوپه شرعه یې روغ وایه ) یانی سړې بایدداسی دروغ ونه وایي چې پکی رسوااووشرمیږي . زه نه پوهېږم چې داډلګۍ به په خپلودرواغوشرمیږي کنه خوپه داسې درواغویې خپل دین ته لکه دپاکستاني مولا هم څه ګټه ونه رسؤله . دې عیسوي ډلګۍ هم لکه پاکستاني مولا ، خپل دین دنوروادیانودپئروانوپه وړاندی بی باوره کړ. دوی هم لکه دپاکستاني مولا دې ته فکرنه وکړې چې که ددوعاګانواولمونځونوڅخه وروسته پاکستان دکرکټ لوبه ونه ګټې نودهندوستان پنډتانوته به په کوموسترګوګوري . دپاکستان مولادعادي کرکټ لوبی څخه د الله اوبګوان ترمنځ سیالي جوړه کړه چې پایله یې خجالت ته ووته .
خبره دمذهبي ډلوټپلوده چې انسانان خوتری په ارام نه شؤل خواوس له خپلې شړۍ پښې بهرغزوي اوپه خدایي کارونوکی هم مداخلې کوي . دجنت اودوزخ واک خویې پخوااخستې وخواوس ددنیا دورانېدوپه فکرکی دي ؛ بله ورځ به کوم مولا ، پادري، رابای اویا پنډت په کوم هیوادکی راپورته شي ، داتوم بم ریموټ کنټرول به یې په لاس کی وي ، وایي به بېګاه می خوب لیدلې اوخدای راته امروکړچې دځمکې کره والوزوه ځکه چې وخت یې پوره شوې دې ؛ بیانوراشۍ اوورسره ګزیې کړۍ . مونږدخدای له فیصلې څخه دومره په اندېښنه کی نه یوولکه څومره چې دځینومذهبي ځانمرګوڅخه په تشویش کی یووځکه چې دوی دخدای په کارونوکی مداخله کوي نودانسان ژؤندبه ورته څه ارزښت ولري . په دوی خلک بی باوره کیږي اودسړي سره دااندېښنه پيداکیږي چې که خدای مه کړه ، داسې خلکوته دامریکا ، اروپا ، اسرائيلواونوروزروي، کېمیاوې ، فیزیکي اوبیولوژیکي وسلې په لاس ورشي نودوی به بې له شکه دځمکې د ا ښکلې سیاره لمنځه یوسي .
زمونږدځمکی سیاره یوه ښکلې سیاره ده چې پرمخ یې هرشې په معجزه یې بڼه راپيداشؤې ، په معجزوي توګه ژؤندلري اوپه معجزوي توګه مرګ لري ، داټول شیان دخدای تحفه ده چې انسان ته یې ورکړې ده . ددې تحفې ردؤل اومخالفت کؤل دخدای درضامخالفت دې نودهرسوله دوست انسان مسؤلیت دې چې داتحفه په سمه اوجایزه توګه وکاروي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟