چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۹۰ خرداد ۱۵, یکشنبه

چاته په بټوسترګومه ګورئ

یابه مونږزاړه شوي یوواوترخې تجربې به دومره راته امبارشوې وي چې له سره یې دغره تېره څوکه جوړه هچې هرې یوې ته موسترګی بټې وخیژي ؛ نن خوکه څوک مرۍ ته زندۍ هم راوانه چوي ، ټول داسې څيزونه ګورووچې سترګې مواوس ورته رپيږي هم نه ، هماغسی هرڅه ته بټې پاتی وي . داعلت دې چې هیڅ شې رانه بې لیدونشي پاتی کېدای . خوحیران دې ته یووچې ځينې داسې خلک هم شته چې زمونږڅخه په کراتو کراتولوړمقامونه ، ژوند ، زراوزورهم لري ، سترګې یې رپ هم وهي خوبیاهم دشیانوترمنځ توپيرنشي کؤلای ؛ کدووته خټکې وایي ، مولۍ ته ګازره اوبې ښکروغواته خره وایي . مونږچې سترګې نه رپووخویوعلت یې دادې چې مېږې هم رانه بې کتو نشي تېرېدای خودځينولوړواوغټوخلکونه دسترګوپه رپ کی هاتیان اواوښا ن تېرشي ویې نه ویني . فرض کړۍ که چاته داموقع برابره شي چې مشرمولاصېب ته مخامخ ګونډې ووهي اوورته ووایې چې اې مولا صېب ، تا دادومره غټ حیوانات ونه لیدل چې په مخه دې تېرشو ل ؟ نوکېدای شي چې په ځواب کی ورته ووایي چې بلادی په دغه بټوسترګوسه ، زه به په دې یوې کوم کوم شي ته ګورم ، هه ؟ د«هه » سره به یې ځای پرځای ساه وتلي وي . که سړي ته دکرزي صېب دلیدلوچانس ورکړل شي اوهمداپوښتنه دمولاصېب پرځای له ده څخه وشي نوکېدای شي ووایي «موژخودرته خلې پاره کړې خودرنډۍ چیچیان موژته غوژنه نسي » دکرزي صېب په خبره به یې سرخلاص نشي ، ګومان به وکړي چې ګنی دې یې مخاطب کړنودخوادارامېدولپاره به ورته ووایي چې کرزی صېب څوک ؟ دې به داځل په فارسي ځواب ورکړي چې «دوستان بین المللي ما » . ددې سره به دسړي زړه وغواړي چی ورته ووایي ، لکه چې په پښتوکی ورته نوم نشته که څنګه ؟ خوبیا به په زړه کی ځانته ووایې چې بټ سترګیه ، دپښتواوفارسي خبرې مه کوه چې اوس به دې شورای نظارته د« وحدت » دپلټنودپاره وسپاري نوبیاکښېنه ورته اوسپینوه یې ؛ ترڅوچې دا سپيناوې کیږي ، له هغه نه به یې د بوسوخوسې جوړکړې وي اوکه سپين هم وخیژي نویوه بوجۍ ډالرخوبه هرومرو ورکوي ترڅود «څيرن والۍ» نه بچ شي کنه هرڅه به له سره تکراریږي اوکېدې شي داځل دډالروبوجۍ په جووال واوړي . په داسی ځای کی به نوڅه وکړي چې یولوري ته سیمټي دېوال شي بل خواته سمونوال شي اودې یې په منځ کی ګیرشي ؟

داخویوڅوبېلګې وي چې یادونه یې وشوه ، خوکه څوک ددې پو ښتنې لپاره اصلي ځای لټوي نوبې له شکه چې بټې سترګې به تری وویستل شي . هغه داسې مقام نه دې چې څوک ورته په بټوسترګووګوري ؛ دهغه ځای په خواچې څوک تېریږي ، پورته به نه ګوري اوبټ سترګي خوترې ژؤندي نه شي تېرېدای نوکه څوک ژوندغواړي ، باید دخپلوچارواکونه یې زده کړي چې هغوی ورته دنارینه جنسیت سره سره څومره خپل ځانونه ښځې ښځې کوي اوګورۍ چې په دې اندکه کارڅنګه مزې کوي ، نوکه زمونږاورۍ ، خپلی مزې کوئ اوچاته په بټوسترګومه ګورۍ .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟