چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري «» ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري

چاته به څنګه چاته څنګه ښکاري   «»    ده ته خوروغه دزړه څنډه ښکاري
وئيل کیږي چې له افغانستان څخه دامریکا دفؤځیانووتل به ژرپېل شي . رښتیا به وي که نه خوکه فؤځي جینکۍ پاتی شي ، زمونږه خؤښه ده ، دماشومانوبه ورسره ساعت تېروي

Blog Archive دبلاګ ارشیف

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

یاري ده که دوښمني؟

ډېرخلک به فکرکوي چې ګنې دافغانستان ، پاکستان اوامریکا دچارواکوترمنځ خوابدي رامنځته شؤې اوکېدای شي چې ددوی ترمنځ د کړپ ، کړنګ اویا ډ زسبب شي . په تېرولسوکالوکی که په کومه تیاره شپه کی دکوم کړپ سره کوم کنډولي کړنګ کړې وې نوورسره به موچغه یاډزهم اورېدلې وي اوکېدای شي چا ورسره نېغ هم دنګېدلي وي اوپه هئبت کی به و چې اوس به څه چل کیږي خوپه اسلام اباد اوکابل کی به چارواکي په خپلوپالنګونوکی داسې خڼېدل چې ولاکه د توپونوپه ډزوهم راویښ شوي وای ، خوکله چې رڼا ښه خپره شوي وي نوله خوبه به راویښ شوي وي ، له ارګمي سره به یې اوږې تاوراتاوکړي وي اوبیابه یې کورپالي ته داسې غږکړې وي : فلاني ! چای تیاردې ؟ هغه یاهغې به ورمنډه کړي وي ، دخوبخونې درشل ته نیږدې به صاحب ته به لکه لیندۍ خپلوپښوته ورکاږه شوي وي اوورته وئيلي به یې وي : صېبه هرڅه تیاردي اوتا سوته څوکسه په انتظارخونه کی سترګې په لارهم دي . صېب به په موړاوازورته وئيلي وي ، ښه وبه یې ګوروو. کورپالې یاکورپالی به زړه نازړه تری پوښتلي وي : صېبه تاسوخوبه بېګا دخلکوشوراوچغوله خوبه نه وئ ویستلي ؟ دې به په خپلووېښتوسمؤلوبوخت وي ، په وارخطایي به تری وپوښتي ، نه ، څه چل شؤې دې ؟ په دغه وخت کی به ورته تلیفون هم شرنګېدلې وي ، ده به ژرپورته کړي وي ، له هغې خوابه نامعلومی ادارې ورته وئيلي وي ، هله ، ژرکوه په کوم تلوېزیون کی یوڅواوتې باوتې ووایه کنه ولاکه بیا (ناره ی تکبیر) ته ڼينګ شې . په دې وخت کی به ده شا ورهم نه وي کړې ، په مزه به یې چای هم نه وي څښلې اوپه توره درېشۍ به یې برګه تای هم نه وي تړلی ، خپل ویاند یاویاندې ته به امر وکړي چې پرېس کانفرانس راوغواړي اویوڅواوتې اوتې ورته ووايي . هغوی به هم بې له ځنډه یوڅوبېړنیوکانفرانسونوته ساتلي خبریالان اوکېمره وال راغوښتي وي اوپه منډه به یې یوڅوأپلتې ورته وئيلي وي . دوی چې هرڅه وئيلي وي ، ښه یې کړي خوچې اولسمشرنه وي وئيلي . دانویوه داسې پالیسي ده چې « اگردیدبازي واگرندید دزدی » . که دویاندخبرې تصادفا" سمې وختې نودابه ددولت رسمي موقف وي کنه هرڅه به په ویاندوتپل شي . مونږدداسې چلونواو شیانودمعلومولوسبق وېلې دې . که په پاکستان کی زرداري صاحب پان ژوي اوپه کابل کی کرزې صاحب سترګکونه وهي نومانایې دانه ده چې زرداري صاحب له غمه نشه کوي اویا امریکې ته دکرزې صاحب دسترګواکروران شؤي دي بلکې یوعملي دې اودبل عادت دې اومونږورسره اوس عادي شوي یوو، دوی که هرڅومره شخؤند اوسترګکونه وهي ، مونږورته اندېښنه نه کووخوعاموخلکوته ددوی عادتونه نه معلومیږي ، هغوی فکرکوي چې یوله غمه پان ژوي اوبل له غوسې نه سترګکونه وهي .

زه فکرنه کوم چې دپاکستان اوافغانستان مشران به دکابل اویااسلام اباد کومی کوڅې ته ووځي اوکوم امریکایي ته به برګ برګ شي چې دلته څه کوې . دواړه دامریکا په مینه پړه دي اوداسې بې وفایي به ونه کړي . که کله موکوم شړنګ ترغؤږوکیږي نوحتمي نه ده چې د ټېل ناټېل نتیجه وي ، ښا یي دمینې ، نازاونخروله کبله وي . په یارانه کی خوکله کله بنګړي ماتیږي اوښکاره خبره ده چې شړنګ یې هم پورته کیږي . اورښتیا له دې هم انکارنشي کېدای چې په دې سیمه کی بربنډه یارانه دکاڼوپه باران ختمیږي نوڅه اړتیا چې سړې خله په غله اویاغېږپه غېږبهروګرځي ؟ په دې سیمه کی چې څوک یارانه کؤل غواړي باید په سیاسي تاکتکونوهم پوه وي کنه دتیږوباران ته دځان ټينګ کړي . پاکستانې مشروي که افغاني مشر، څه ساده خونه دي چې په زوره ځانته غم ګوري اونه ړانده دي چې خپلې ګټې نه ویني ، ښه خپله ګټه اوتاوان پېژني ، خوپه دې هم پوهیږي چې که دړندوپه بازارتېريږي نو په یوه سترګه به لاس ږدي . داخوعام خلک دي چې کله یې دې ته اوکله هغه ته دسترګواکروران شي . دوی به امریکاته پرشیږي خوپه ښکریې نشي وهلای ځکه چې په پېړمؤږي پورې یې تړلي دي . امریکابه د میلیاردونو ډالرو تاوان ومني خوپه دواړوهیوادونوکی به کوم ناړامه سخؤندرهم خؤشې نه کړي چې په کومه کوڅه کی دوی ته ښکراړم کړي . دوی ته دناړامه سخؤندردښکروټپ ما لوم دې ، هسې په لوبه کی هم تری خپل کوناټي ساتي خوکه خبره لږه بنیادمانوته وباسونو کله چې دامریکایانو اوپاکستانوچارګروترمنځ خبره لږه غوندی لره بره شي ، نودکابل هغوته خوحاجت نه وي چې واشنګټن ته ولاړشي اودامریکا تاوان وکړي ، امریکایانوته هسې هم دوی ورپغاړه دي ځکه خویې خبرې هم دتوتوهومره ارزښت نه لري خود لریي - بریي په وخت کی دپاکستان له جمهوررئيسه نیؤلی تروزیره ، اود فوځ له مشره نیولې د أی ، ایس ، أی ترمشره پوری دوه خپلې اودوه پردۍ کړي اوپه ترپ کی واشنګټن ته ورسي اودغسې له واشنګټنه خارجه وزیره ، ددفاع وزیراویا کوم سناتورپه هئ رامان اسلام ابادته روان شي ، په کابل کی د مه وکړي ، پاکستاني پری رخه وکړي اوله مېلمه څخه یې هیلې زیاتې شي . کرزې صېب چې ترڅوخبریږي نوامریکایي چارواکې بیا اسلام ابادته رسېدلې وي . په دې به کرځې صاحب هم ګیلمن کیږي چې ګوره ماته دمولۍ هومره ارزښت هم نه راکوي خودې حوصله کوي اوکه حوصله هم ونه کړي نوچاره څه ده ؟

که څه هم هرامریکایي په افغانستان کی دکوربه جیثیت لري خوکه پاکستان ته ځي نوځان ناڅاپي مېلمه کړي اوزیاتره ناڅاپي مېلمانه یې سناتوران وي خوکرزي صاحب ورته مېلمانه نه وايي ځکه چې په ګاونډکی ورسره اوسیږي اوټول نظامي نظامیان دي . دپاکستان اوافغانستان ترمنځ اړیکي هم داسې دي چې که دافغانستان ولسمشرکمیس اوپرتوګ أغوندي نودپاکستان هغه بیا دده پرخلاف په هغه سخته ګرمۍ کی پېړه درېشي اغوندي ، که پاکستان ته مېلمانه ځي نوله افغانستان څخه کوربانه تښتي ، پاکستان ته که ملکي امریکایي ځي ، افغانستان ته نظامي راځي . پاکستان ته امریکائيان دسولې لپاره ځي خوافغانستان ته دجګړې لپاره ، بس که ورته ووایې چې په وچه کښېنه ، لکه دابوجهل په څېربه په لمده کښېني . دبېلګې په توګه که ښاغلې کېري پاکستان ته لاړشي نوهلته هغوی ته وایي چې زه به درته د خلکوپه مخ کی خپله ګؤته لکؤم خوتاسو به چرت نه خرابوئ ، بېغمه خپل پان ژویئ ، زه به هغه (کیري ) نه یم چې تاسو یې له جګ جګ کېدووبوګنېږئ اودخلې خؤند مو ورسره پيکه شي . ددې ډاډ سره به پاکستاني چارواکي په خپلو ډکو غمبورو ورو- ورو شخؤند پېل کړي . مېلمه به له مخه- ښې نه مخکی ولسمشرته مشوره ورکړي چې زما له تګ نه وروسته به غمبورې تش کړې ترڅوقواره د لږه سمه ښکاره شي ، بیابه یوڅوخبریالان اوکېمره وال دروغواړې ،په کېک اوکلچوبه یې ښه ماړه کړې اوبیابه په نرمۍ ورته ووې چې زما خبرې ولس ته ورسؤۍ . بس ددې سره به دکېمرې لېنزته لږبوڅ بوڅ شي ،یودوه درې ناندرۍ به مونږته هم ولې ترڅوستاسوخلک فکروکړي چې ولا مونږخوهسې پری شک کاوه ، دا خونر وخوت
 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


POPPY NEW YEAR

POPPY NEW YEAR

HAPPY Q SIR

HAPPY Q SIR

HAPPY FEW SIR

HAPPY FEW SIR

دابلاګ اوموخه یې څنګه ده ؟